ځوي يې وویل: زه به یوه لوی غره ته پناه یوسم چې له اوبو نه مې بچ کړي. نوح ورته وویل: نن د الله د رحم نه پرته بل هیڅ لار نشته چې څوک پرې د الله د امر او حکم نه وژغورلی شي. په همدې ترڅ کې یوه لویه څپه د دواړو په مینځ کې دیوال او هغه هم له غرقیدونکو څخه ؤ.
او حکم وشو چې ای ځمکې اوبه دې جذبې کړه او اسمانه بند شه اوبه لږې شوې کار پای ته ورسید او کښتۍ د جودي غره له پاسه تم شوه او اعلان وشو چې الله پاک ظالم خلک له خپل رحمت نه لرې کړي دي.
او نوح خپل رب ته غږ وکړ چې ای زما ربه! زما ځوی زما د کورنۍ غړی دی او بې له شکه چې ستا وعده(۵) حق ده او ته له ټولو پریکه کوونکو څخه غوڅ پریکړه کوونکی یې.