او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، او زموږ هغه ايتونه يې درواغ ګڼلي دي چې پر خپل رسول مو نازل کړي دي، همدوی د اور والا دي، تل ترتله به پکې اوسيږي، بد ځای د ورګرځیدو دی چې هغوی ورګرځي.
هيچا ته په ځان، مال او اولاد کې کوم کړاو نه دی رسېدلی مګر د الله په پرېکړه او ځواک سره او څوک چې پر الله، د هغه پر قضاء او ځواک ايمان لري، الله به د هغه زړه ته د الله د امر او د هغه پر پرېکړه د رضا توفيق ورکړي، او الله پر هرڅه ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي.
او د الله پيروي وکړئ او د رسول پيروي وکړئ، که چېرې له هغه څه مخ واړوئ چې د هغه رسول ورسره درته راغلی؛ نو د دغه مخ اړولو ګناه پرتاسو ده، او زموږ پر رسول يوازې د هغه څه رسونه ده چې د رسولو امر مو ورته پرې کړی دی، او هغه څه يې درته و رسول چې د رسولو امر يې ورته شوی و.
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، پرته له شکه ستاسو له مېرمنو او اولادونو څخه ځينې ستاسو لپاره دښمنان دي، ځکه هغوی مو د الله له ياده او د هغه په لار کې له جهاده بوختوي او ترې راګرځوي مو، نو ترې وډارشئ چې اغېز در پکې وکړي، او که تاسو د هغوی له تېروتنو تېر شئ، مخ ترې واړوئ او پر هغوی پرده واچوئ؛ نو پرته له شکه الله تاسو ته ستاسو د ګناهونو بخښنه کوي او درباندې رحميږي او جزا د عمل له جنسه وي.
پرته له شکه ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ستاسو لپاره ازمويښت او امتحان دی، کله مو د ناروا پر ترسره کولو او د الله د پيروۍ پرېښودلو ته اړباسي او له الله سره د هغه چا لپاره لوی ثواب دی چې د الله پيروۍ ته د اولادونو پر پيروۍ او په مال پر بوختيا لومړيتوب ورکړي، او دغه لويه بدله جنت دی.
له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او څومره چې د هغه پيروۍ ته په لار موندلو توانېږئ له نواهيوو په ډډه کولو ووېرېږئ، خبره واورئ او د الله او د هغه د رسول پيروي وکړئ، او هغه مالونه چې الله روزي درکړي د خير په لارو کې ولګوئ او الله چې څوک د نفس له حرص څخه يې وساتي؛ نو همدوی پر هغه څه بريالي دي چې غواړي يې او له هغه څه ژغورونکي دي چې ترې وېريږي.
که چېرې تاسې الله ته غوره قرض ورکړئ؛ داسې چې خپل مالونه د هغه په لار کې ولګوئ، ستاسو لپاره به يې بدله څو برابره کړل شي چې يوه نيکي په لس برابره تر اووه سوه او لدې زیاتې اندازې سره برابره وي او ستاسو لپاره به ستاسو له ګناهونو تېر شي، او الله زيات شکر والا دی چې پر لږ عمل زيات ثواب ورکوي، زغم والا دی چې په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي.
الله پاک پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او پر هغه څه پوه دی چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل قدرت، شريعت او ځواک کې د حکمت والا دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مهمة الرسل التبليغ عن الله، وأما الهداية فهي بيد الله.
د رسول دنده د الله له لوري تبليغ کول دي، خو لارښوونه د الله په لاس کې ده.
• الإيمان بالقدر سبب للطمأنينة والهداية.
پر تقدير ايمان لرل د ډاډ او لارښوونې لامل کيږي.
• التكليف في حدود المقدور للمكلَّف.
د توان په پولو کې مکلف ته تکليف متوجه کيږي.
• مضاعفة الثواب للمنفق في سبيل الله.
د الله په لار کې د لګښت کوونکي لپاره د ثواب څو برابره کېدل.