ټول هغه څه چې په اسمانونو او څه چې په زمکه کې له مخلوقاتو څخه دي د الله پاکي او سپېڅلتیا له هغو صفتونو څخه بيانوي چې له هغه سره نه ښايي، يوازې هغه لره پاچايي ده، له هغه پرته بل پاچا نشته، او يوازې هغه لره ښکلې ستاينه ده، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای.
اې خلکو! همغه ذات دی چې تاسې يې پيداکړئ، نو له تاسو چې څوک پر هغه کافر شي د ورګرځیدو ځای یي اور دی او څوک له تاسو څخه مؤمن شي د ورګرځېدو ځای يې جنت دی، او الله ستاسو د کړنو ښه ليدونکی دی، ستاسو له کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي، او ژر به پرې بدله درکړي.
اسمانونه او ځمکه يې په حقه پيداکړل، هغوی يې بې ګټې پيدا نه کړل، او اې خلکو! تاسو ته يې شکلونه درکړل؛ نو د خپل احسان او پېرزوينې له مخې يې ښه شکلونه درکړل، که يې غوښتي وای؛ نو بد به يې پيداکړي وای، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، نو پر اعمالو به مو بدله درکړي، که ښه وو؛ نو ښه بدله، او که بد وو؛ نو بده بدله.
څه چې په اسمانونو کې دي هغه پرې پوهيږي او څه چې په ځمکه کې دي پر هغه هم پوهيږي، او تاسو چې څه کړنې پټوئ هغه پرې پوهيږي او څه چې ښکاره کوئ هغه پرې پوهيږي، او د سينو په خير او شر ښه پوه دی، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي.
دغه عذاب چې هغوی ته ورسېد، ځکه ورته ورسېدلو چې هغوی ته به د الله له لوري رسولان له څرګندو دليلونو او ښکاره برهانونو سره راتلل، خو هغوی به له دې امله چې رسولان د انسان له جنسه وو ويل: ايا انسان حق ته زموږ لارښوونه کوي؟! نو کفر يې وکړ او پر هغوی له ايمان راوړلو يې مخ واړولو، خو الله ته يې هيڅ زيان ونه رسولو، او الله د هغوی له ايمان او پيروۍ څخه بې پروايي وکړه، ځکه د هغوی پيروي الله ته هيڅ هم نه ور زياتوي، او الله بې پروا دی بندګانو ته يې اړ نه دی، په خپلو ويناوو او کړنو کې ستايل شوی دی.
هغه کسانو چې پر الله يې کفر کړی دا ګومان وکړ چې هيڅکله به الله د هغوی له مرګ وروسته بيا ژوندي را پورته نه کړي، اې رسوله! دغو له بېرته را ژوندي کېدو نټه کوونکو ته ووايه: ولې نه، پر خپل پالونکي مې دې قسم وي تاسو به د قيامت په ورځ هرومرو را پاڅول کېږئ، بيا به پر هغه خبرول کېږئ چې په دنيا کې مو کړي دي، او دغه بيا راپاڅول پر الله ډېر اسانه دي، هغه په لومړي ځل پيداکړي ياست، نو هغه ستاسو له مرګ وروسته د حساب او بدلې لپاره ستاسو پر بيا را پاڅولو ځواکمن دی.
نو اې خلکو! پر الله او د هغه پر رسول ايمان راوړئ، او پر هغه قرآن ايمان راوړئ چې پر خپل رسول مو نازل کړی دی، او الله ستاسو پر کړو ښه خبر دی، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي او ژر به پرې بدله کړي.
اې رسوله! در په ياد کړه، کوم وخت چې الله د قيامت ورځې لپاره تاسو را غونډ کړي ترڅو مو پر کړنو بدله درکړي، دا هغه ورځ ده چې د کافرانو زيان او نقص به پکې ښکاره شي، داسې چې مؤمنان به له دوزخيانو څخه په جنت کې کورونه په ميراث يوسي، او دوزخيان به په اور کې د جنتيانو منزلونه په ميراث يوسي، او څوک چې پر الله ايمان راوړي او نېک عمل وکړي الله به يې ګناهونه ترې ورژوي، او داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې له ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، تل ترتله به پکې اوسېدونکي وي، نه به ترې وځي، او نه به يې نعمتونه ترې پرې کيږي، دغه چې هغوی ترلاسه کړل داسې لوی بری دی چې هيڅ بريا نه شي ورته رسیدلای.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من قضاء الله انقسام الناس إلى أشقياء وسعداء.
د الله له پرېکړو دا هم ده چې خلک يې بدمرغو او نېکمرغوته وېشلي دي.
• من الوسائل المعينة على العمل الصالح تذكر خسارة الناس يوم القيامة.
پر نېک عمل مرستندويه لارې چارې دا هم دي چې خلکو ته يې د قيامت په ورځ زيان ور په ياد کړل شي.