اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو وډارشئ، او هر نفس دې فکر وکړي چې د قيامت ورځې لپاره يې څه نېک عمل وړاندې کړی، او له الله څخه ووېرېږئ، پرته له شکه الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي، او ژر به پرې جزا درکړي.
او د هغو خلکو غوندې مه کېږئ چې الله يې د هغه د امرونو او نواهيوو په پرېښودلو سره هېر کړ، نو الله له هغوی خپل ځانونه هېر کړل، نو پر هغه څه يې عمل ونه کړ چې د الله له غضب او عذاب څخه يې ژغورل، همدوی هغه کسان دي چې الله يې هېر کړی، نو د هغه امر يې ونه منلو او له نواهيوو يې ونه ګرځېدل، همدوی د الله له پيروۍ څخه وتونکي دي.
که مو دغه قرآن پر يو غره را نازل کړی وای؛ نو اې رسوله! تا به دغه غر له خپل سختوالي سربېره د الله له وېرې عاجزه او ټوټه ټوټه شوی ليدلی وای؛ ځکه په قرآن کې هغه منع کوونکي نصيحتونه او سخته ګوت څنډنه ده، او دغه بېلګې دي موږ يې خلکو ته بيانوو ښايي هغوی خپل عقلونه په کار واچوي چې پند واخلي پر هغه څه چې د الله ایتونه پر کومو نصيحتونو او عبرتونو مشتمل دي.
الله همغه دی چې له هغه پرته په حقه معبود نشته، پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او څه چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، د دنيا او آخرت رحمان او رحيم دی، رحمت يې ټولو کايناتو ته پراخه دی، پاچا دی، له هر نقص څخه پاک او سپېڅلی دی، له هر عيب څخه سالم دی، په څرګندو نښانو د خپلو رسولانو تصديقوونکی دی، د خپلو بندګانو د کړنو څارونکی دی داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، داسې زورور دی چې په خپل زور سره پر هر څه ځواکمن شوی، د لويۍ څښتن دی، الله له هغه څه څخه پاک او سپېڅلی دی چې مشرکان کوم بوتان او داسې نور ورسره شريکوي.
الله همغه دی چې له هغه پرته په حقه معبود نشته، پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او څه چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، د دنيا او آخرت رحمان او رحيم دی، رحمت يې ټولو کايناتو ته پراخه دی، پاچا دی، له هر نقص څخه پاک او سپېڅلی دی، له هر عيب څخه سالم دی، په څرګندو نښانو د خپلو رسولانو تصديقوونکی دی، د خپلو بندګانو د کړنو څارونکی دی داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، داسې زورور دی چې په خپل زور سره پر هرڅه ځواکمن شوی، د لويۍ څښتن دی، الله له هغه څه څخه پاک او سپېڅلی دی چې مشرکان کوم بوتان او داسې نور ورسره شريکوي.
همغه الله پيداکوونکی دی چې هرڅه يې پيداکړي دي، د شيانو را منځته کوونکی دی، څنګه چې غواړي خپلو مخلوقاتو ته شکل ورکوونکی دی، هغه پاک ذات لره ښکلي نومونه دي چې پر لوړو صفتونو مشتمل دي، څه چې په اسمانونو کې او څه چې په ځمکه کې دي له هر نقص څخه يې پاکي بيانوي، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، شريعت او اندازه د مخلوق خپل کې د حکمت والا دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من علامات توفيق الله للمؤمن أنه يحاسب نفسه في الدنيا قبل حسابها يوم القيامة.
مؤمن ته د الله د توفيق له نښانو څخه دا ده چې د قيامت د ورځې له حساب مخکې له ځان سره حساب کوي.
• في تذكير العباد بشدة أثر القرآن على الجبل العظيم؛ تنبيه على أنهم أحق بهذا التأثر لما فيهم من الضعف.
• أشارت الأسماء (الخالق، البارئ، المصور) إلى مراحل تكوين المخلوق من التقدير له، ثم إيجاده، ثم جعل له صورة خاصة به، وبذكر أحدها مفردًا فإنه يدل على البقية.
د الله (الخالق، البارئ، المصور) نومونه د مخلوق بېلابېلو پړاوونوته اشاره ده، چې لومړی يې تقدير، بيا يې رامنځته کول، بيا يې په ځانګړي شکل کې ګرځول دي، له هغو څخه د يوه ذکر کول پر پاتې نورو هم دلالت کوي.