او هغه کسان چې له دغو وروسته راغلل او د قيامت تر ورځې يې د هغوی پيروي وکړه وايي: اې زموږ پالونکيه! موږ ته بخښنه وکړه او زموږ هغه ديني وروڼو ته چې پر الله او د هغه پر رسول یې په ايمان راوړلو کې له موږ څخه مخکې شوي دي، او زموږ په زړونو کې له مؤمنانو څخه هيچاته کينه او حسد مه اچوه، اې زموږ ربه! بېشکه ته پرخپلو بندګانو مهربانه يې او پر هغوی رحم کوونکی یې.
که چېرې مسلمانان، يهود وباسي هغوی(منافقان) نه ورسره وځي، او که جګړه ورسره وکړي هغوی(منافقان) يې مرسته او کمک نه کوي، او که د مسلمانانو پر خلاف مرسته او کمک ورسره وکړي؛ نو هغوی په تېښته ترې تښتي بيا له دې وروسته د منافقانو مرسته نه کيږي، بلکې الله يې رسوا کوي او سپکوي.
اې مؤمنانو! تاسو له الله څخه د منافقانو او يهودو په زړونو کې د وېرې له پلوه زيات سخت ياست، دغه ياد شوی - له تاسو څخه د هغوی سخته وېره او له الله څخه د وېرې کمزوري- له دې امله ده چې هغوی داسې قوم دی چې نه يې سر خلاصيږي او نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلای؛ نو هرومرو به پوه شوي وای چې الله زيات د دې وړ دی چې وېره او ډار ترې وشي، همغه ذات دی چې تاسو يې پر هغوی مسلط کړي ياست.
اې مؤمنانو! يهود ټول يوځايي هم ستاسو سره نه شي جنګېدلای مګر په کلا بندو کليو کې او يا د دېوالونو تر شا، نو د هغوی تر څنګ هم ستاسو مقابله نه شي کولای، د هغوی خپل منځي جنګ ډېر سخت وي د هغوی د خپل منځي دښمنۍ له امله، ته به دا ګومان کوې چې هغوی سره يوه خوله او يو صف دي، او حقيقت دادی چې د هغوی زړونه بېل بېل دي، دغه اختلاف او دښمني له دې امله ده چې هغوی نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلی؛ نو حق به يې پېژندلی وای، پيروي به يې کړې وای او په هغو کې به يې اختلاف نه وای کړی.