پرته له شکه هغه کسان چې د آخرت پر کور کې په بېرته را ژوندي کېدو باور نه لري، هرومرو د خپلې عقيدې له مخې پر پرېښتو ښځينه نومونه ږدي چې ګواکې هغوی د الله لوڼې دي، الله د هغوی له وينا ډېر لوړ دی.
نو ای رسوله! له هغه چا مخ واړوه چې د الله له ياده يې مخ اړولی او پروا يې نه کوي، او د دنيا له ژوند پرته بل څه نه غواړي، نو هغه د آخرت لپاره هيڅ نه کوي، ځکه هغه پرې ايمان نه لري.
دا څه چې دغه مشرکان يې وايي چې پر پرېښتو د ښځينه نومونه ږدي هغه يې د پوهې داسې وروستی بريد دی چې ايله ور رسيږي ځکه هغوی ناپوه دي، باور ته نه شي رسېدلای، پرته له شکه ای رسوله! الله پر هغه چا ښه پوه دی چې د حق له لارې اوښتونکی دی، او پر هغه چا هم ښه پوه دی چې د هغه لار يې غوره کړې ده، له دغه هيڅ هم ترې نه شي پټېدلای.