《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

页码:close

external-link copy
27 : 53

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ لَیُسَمُّوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ تَسْمِیَةَ الْاُ ۟

پرته له شکه هغه کسان چې د آخرت پر کور کې په بېرته را ژوندي کېدو باور نه لري، هرومرو د خپلې عقيدې له مخې پر پرېښتو ښځينه نومونه ږدي چې ګواکې هغوی د الله لوڼې دي، الله د هغوی له وينا ډېر لوړ دی. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 53

وَمَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ ۚ— وَاِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ۟ۚ

او هغوی لره پرې د ښځينه نومونو په اېښودلو کې کومه داسې پوهه هم نشته چې استناد پرې وکړي، په دغه کې يوازې د اټکل او وهم پيروي کوي، او پرته له شکه ګومان د حق پر وړاندې هيڅ ګټه نه شي رسولای ترڅو يې ځای ناستی شي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 53

فَاَعْرِضْ عَنْ مَّنْ تَوَلّٰی ۙ۬— عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ یُرِدْ اِلَّا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ

نو ای رسوله! له هغه چا مخ واړوه چې د الله له ياده يې مخ اړولی او پروا يې نه کوي، او د دنيا له ژوند پرته بل څه نه غواړي، نو هغه د آخرت لپاره هيڅ نه کوي، ځکه هغه پرې ايمان نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 53

ذٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدٰی ۟

دا څه چې دغه مشرکان يې وايي چې پر پرېښتو د ښځينه نومونه ږدي هغه يې د پوهې داسې وروستی بريد دی چې ايله ور رسيږي ځکه هغوی ناپوه دي، باور ته نه شي رسېدلای، پرته له شکه ای رسوله! الله پر هغه چا ښه پوه دی چې د حق له لارې اوښتونکی دی، او پر هغه چا هم ښه پوه دی چې د هغه لار يې غوره کړې ده، له دغه هيڅ هم ترې نه شي پټېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 53

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۙ— لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوْا بِمَا عَمِلُوْا وَیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا بِالْحُسْنٰی ۟ۚ

او د ملکيت، پيدايښت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، ترڅو هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې بدکارونه کړي د هغه څه بدله ورکړي چې د کوم عذاب وړ ګرځېدلي دي، او هغو مؤمنانو ته په جنت سره بدله ورکړي چې ښه کارونه يې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 53

اَلَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ اِلَّا اللَّمَمَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِكُمْ اِذْ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَاِذْ اَنْتُمْ اَجِنَّةٌ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ ۚ— فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰی ۟۠

هغه کسان چې له لويو ګناهونو او ناوړه نارواوو لرې کيږي، مګر کله کوچني ګناهونه ترې کيږي، نو دغه به د لويو ګناهونو په پرېښودلو او زياتو پيرويو په کولو ورته بخښل کيږي، بېشکه ستا پالونکی اې رسوله د پراخه بخښنې څښتن دی، د بنده ګانو ګناهونه يې بښي کله چې هغوی توبه ترې وباسي، همغه پاک ذات ستاسو پر حالاتو او چارو ډېر پوه دی کله يې چې ستاسې پلار آدم له خاورې پيداکړ او کله چې تاسې د ميندو په ګېډو کې مو بار وئ، له يو پيدايښت وروسته په بل پيدايښت بدلېدلئ، له دغه هيڅ هم له هغه پټ نه دي، نو ځانونه مو د تقوی صفت په درلودلو سره مه ستايئ، همغه پاک ذات دی چې پر هغه چا ډېر پوه دی څوک چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ځان ساتي.
info
التفاسير:

external-link copy
33 : 53

اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ تَوَلّٰی ۟ۙ

آيا د هغه چا بد حالت دې وليدئ چې اسلام ته تر نېږدې کېدو وروسته يې مخ ترې واړولو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 53

وَاَعْطٰی قَلِیْلًا وَّاَكْدٰی ۟

او لږ مال يې ورکړ بيا يې نور ايسار کړ، ځکه بخل د هغه عادت و، له دغه سره هغه د ځان پاکي بيانوي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 53

اَعِنْدَهٗ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَرٰی ۟

ايا له هغه سره د پټو پوهه ده چې پټ ويني او په اړه يې خبرې کوي؟! info
التفاسير:

external-link copy
36 : 53

اَمْ لَمْ یُنَبَّاْ بِمَا فِیْ صُحُفِ مُوْسٰی ۟ۙ

يا هغه پر الله درواغ تړونکی دی؟! او يا دغه د درواغو تړونکی پر هغه څه نه دی خبر کړل شوی چې په هغو لومړنيو پاڼو کې و چې الله پر موسی نازلې کړې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 53

وَاِبْرٰهِیْمَ الَّذِیْ وَ ۟ۙ

او د هغه ابراهيم په پاڼو کې چې هغه څه يې ادا کړل چې پالونکي يې پرې مکلف کړی و او بشپړ يې کړل. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 53

اَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۟ۙ

دا چې يو انسان به د بل ګناه پر غاړه نه وړي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 53

وَاَنْ لَّیْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰی ۟ۙ

او دا چې انسان ته يوازې د خپل هغه کړي عمل بدله ده. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 53

وَاَنَّ سَعْیَهٗ سَوْفَ یُرٰی ۟

او پرته له شکه عمل به يې د قيامت ورځ ژر مخامخ وليدل شي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 53

ثُمَّ یُجْزٰىهُ الْجَزَآءَ الْاَوْفٰی ۟ۙ

بيا به پرته له کموالي د عمل بدله يې بشپړه ورکړی شي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 53

وَاَنَّ اِلٰی رَبِّكَ الْمُنْتَهٰی ۟ۙ

او دا چې ای رسوله! د بندګانو له خپل مرګ وروسته ستا پالونکي ته ورګرځېدل او ورتګ دی. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَضْحَكَ وَاَبْكٰی ۟ۙ

اودا چې هغه چاته وغواړي خوشحالوي يې نو خندوي يې او چاته چې وغواړي خپه کوي يې نو ژړوي يې. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَمَاتَ وَاَحْیَا ۟ۙ

او دا چې هغه په دنيا کې ژوندي مړه کوي او په بېرته را پاڅولو مړي را ژوندي کوي. info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• انقسام الذنوب إلى كبائر وصغائر.
د ګناهونو لويو او کوچنيو ته وېش. info

• خطورة التقوُّل على الله بغير علم.
پرته له پوهې پر الله د درواغ تړلو خطر. info

• النهي عن تزكية النفس.
له ځان پاک بيانولو څخه منع. info