وَقَفَّیْنَا عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ بِعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ التَّوْرٰىةِ ۪— وَاٰتَیْنٰهُ الْاِنْجِیْلَ فِیْهِ هُدًی وَّنُوْرٌ ۙ— وَّمُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَهُدًی وَّمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ
د بني اسرائيلو په نبيانو پسې مو عيسی د مريم زوی ور ولېږلو چې پر هغه څه يې ايمان لرلو کوم چې په تورات کې دي او پرېکړه يې پرې کوله او هغه ته مو داسې انجيل ورکړ چې حق ته پر لارښوونه او له دليلونو څخه د شبهاتو په لېرې کولو مشتمل و، د حکمونو ستونزې يې حلولې، او له لږ هغې برخې پرته چې کوم حکمونه يې منسوخ شوي په نورو شيانو کې د هغه څه موافق و چې په تورات کې مخکې نازل شوي وو او انجيل مو داسې لارښوونه وګرځوله چې ځان ساتونکي لارښوونه پرې ترلاسه کوي او له هغه څه منع کوونکي و چې پر هغوی يې ناروا کړي وو.
التفاسير: