《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

external-link copy
46 : 5

وَقَفَّیْنَا عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ بِعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ التَّوْرٰىةِ ۪— وَاٰتَیْنٰهُ الْاِنْجِیْلَ فِیْهِ هُدًی وَّنُوْرٌ ۙ— وَّمُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَهُدًی وَّمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ

د بني اسرائيلو په نبيانو پسې مو عيسی د مريم زوی ور ولېږلو چې پر هغه څه يې ايمان لرلو کوم چې په تورات کې دي او پرېکړه يې پرې کوله او هغه ته مو داسې انجيل ورکړ چې حق ته پر لارښوونه او له دليلونو څخه د شبهاتو په لېرې کولو مشتمل و، د حکمونو ستونزې يې حلولې، او له لږ هغې برخې پرته چې کوم حکمونه يې منسوخ شوي په نورو شيانو کې د هغه څه موافق و چې په تورات کې مخکې نازل شوي وو او انجيل مو داسې لارښوونه وګرځوله چې ځان ساتونکي لارښوونه پرې ترلاسه کوي او له هغه څه منع کوونکي و چې پر هغوی يې ناروا کړي وو.
info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• الأنبياء متفقون في أصول الدين مع وجود بعض الفروق بين شرائعهم في الفروع.
ټول پیغمبران سره د دین په اصولو کې متفق دي سره د بعضو فرقونو نه په منځ د دوی په شریعتونو کې په بعضې فروعو کې. info

• وجوب تحكيم شرع الله والإعراض عمّا عداه من الأهواء.
واجب دي عملي کول (تطبیقول) د الله تعالی د شریعت او مخ اړول د هغه څه نه چې د دې نه بغیر وي د خواهشاتو نه. info

• ذم التحاكم إلى أحكام أهل الجاهلية وأعرافهم.
بدي بیانول د فیصلې وړلو د قوانینو د جاهلیت والاو ته او د هغوی رواجونو ته. info