پرته له شکه الله هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي داسې جنتونو ته ننباسي چې ترماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی په دنيا کې د خپلو نفسي غوښتنو په پيروۍ څه(لږه) ګټه پورته کوي، خوراک کوي لکه د څارویو په څېر، يوازې له خېټو او فرجونو سره يې اندېښنه وي، او د قيامت په ورځ اور د هغوی داسې هستوګنځی دی چې پناه به وروړي.
د هغه جنت صفت چې الله يې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره له متقيانو سره ژمنه کړې ده چې هغوی به ور ننباسي: داسې دی چې په هغو کې د اوبو داسې ويالې دي چې د زيات ځنډ له امله يې بوی او خوند نه بدليږي، او د شيدو داسې ويالې دي پکې چې خوند يې نه خرابيږي، په هغو کې د څښونکو لپاره د خوندورو شرابو ويالې دي او د داسې ګبينو (شهدو) ويالې دي چې د بل څه له ګډوالي څخه به پاک وي، او هغوی لره پکې هرډول مېوې دي چې هغوی يې غواړي، او د دغو ټولو سربېره هغوی لره د الله له لوري د هغوی د ګناهونو له منځه وړل دي، چې پر هغو به يې نه نيسي، آيا هغه څوک چې دا ډول بدله يې وي له هغه چا سره برابرېدلای شي چې هغه تل په اور کې وي او هيڅکله نه ترې وځي، او سختې ګرمې اوبه ورڅښل کيږي، تر دې چې د خېټو کولمې يې د سخت ګرموالي له امله ټوټې ټوټې شي؟!
او هغو کسانو چې حق لارې او د هغه څه پیروۍ ته يې لارموندلې چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی، هغوی ته به يې پالونکی لارښوونه او ښېګڼې ته توفيق لا ورزيات کړی، او پر هغه څه عمل کول يې ورښودلي چې له اوره يې ساتي.
نو ای رسوله! ډاډمن اوسه( پر دې چې) له الله پرته بل معبود نشته، او د خپلوګناهونو، د مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو لپاره له الله نه بښنه وغواړه، الله ستاسو د ورځې په تصرف او د شپې په هستوګنځي پوهيږي، له دې څېزونو څخه هیڅ هم له الله څخه پټ ندي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• اقتصار همّ الكافر على التمتع في الدنيا بالمتع الزائلة.