Përkthimi i kuptimeve të Kuranit Fisnik - El Muhtesar fi tefsir el Kuran el Kerim - Përkthimi në gjuhën pashto

Numri i faqes:close

external-link copy
12 : 47

اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَتَمَتَّعُوْنَ وَیَاْكُلُوْنَ كَمَا تَاْكُلُ الْاَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ ۟

پرته له شکه الله هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک کارونه يې کړي دي داسې جنتونو ته ننباسي چې ترماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی په دنيا کې د خپلو نفسي غوښتنو په پيروۍ څه(لږه) ګټه پورته کوي، خوراک کوي لکه د څارویو په څېر، يوازې له خېټو او فرجونو سره يې اندېښنه وي، او د قيامت په ورځ اور د هغوی داسې هستوګنځی دی چې پناه به وروړي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 47

وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ هِیَ اَشَدُّ قُوَّةً مِّنْ قَرْیَتِكَ الَّتِیْۤ اَخْرَجَتْكَ ۚ— اَهْلَكْنٰهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ ۟

او د پخوانيو امتونو له کليو څخه څومره داسې کلي وو چې د ځواک له پلوه پياوړي او د مالونو او اولادونو له پلوه د هغې مکې څخه زيات وو چې خلکو يې ته ترې اېستلی يې، موږ هغوی تباه کړل ځکه هغوی يې رسولان درواغجن وګڼل، نو هغوی لره کوم مرستندوی نه و چې د الله له عذابه يې ژغورلي وای کله چې ورته راغی، نو د مکې د خلکو تباهي مو هم نه شي بې وسې کولای که مو هغه وغوښتله. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 47

اَفَمَنْ كَانَ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ كَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟

آيا هغه څوک چې د خپل پالونکي له لورې ښکاره دليل او څرګند حجت ولري او په بصيرت سره یې عبادت کوي، د هغه چا غوندې دی چې شيطان يې ناوړه کړنه ورته ښايسته کړې او د هغه څه پيروي يې کړې چې نفسي غوښتنو يې ورکاږه کړي دي لکه د بوتانو عبادت، د ګناهونو ترسره کول او د رسولانو درواغجن ګڼل؟!. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 47

مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— فِیْهَاۤ اَنْهٰرٌ مِّنْ مَّآءٍ غَیْرِ اٰسِنٍ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ لَّبَنٍ لَّمْ یَتَغَیَّرْ طَعْمُهٗ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۚ۬— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّی ؕ— وَلَهُمْ فِیْهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ ؕ— كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِی النَّارِ وَسُقُوْا مَآءً حَمِیْمًا فَقَطَّعَ اَمْعَآءَهُمْ ۟

د هغه جنت صفت چې الله يې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره له متقيانو سره ژمنه کړې ده چې هغوی به ور ننباسي: داسې دی چې په هغو کې د اوبو داسې ويالې دي چې د زيات ځنډ له امله يې بوی او خوند نه بدليږي، او د شيدو داسې ويالې دي پکې چې خوند يې نه خرابيږي، په هغو کې د څښونکو لپاره د خوندورو شرابو ويالې دي او د داسې ګبينو (شهدو) ويالې دي چې د بل څه له ګډوالي څخه به پاک وي، او هغوی لره پکې هرډول مېوې دي چې هغوی يې غواړي، او د دغو ټولو سربېره هغوی لره د الله له لوري د هغوی د ګناهونو له منځه وړل دي، چې پر هغو به يې نه نيسي، آيا هغه څوک چې دا ډول بدله يې وي له هغه چا سره برابرېدلای شي چې هغه تل په اور کې وي او هيڅکله نه ترې وځي، او سختې ګرمې اوبه ورڅښل کيږي، تر دې چې د خېټو کولمې يې د سخت ګرموالي له امله ټوټې ټوټې شي؟! info
التفاسير:

external-link copy
16 : 47

وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا خَرَجُوْا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ اٰنِفًا ۫— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟

او ای رسوله! له منافقانو ځينې تاته داسې غوږ نيسي چې مني يې نه، بلکې له مخ اړولو سره وي، تر دې چې کله له تا بېرون ووځي، هغو خلکو ته وايي چې الله پوهه ورکړې: هغه په خپلو نېږدو خبرو کې څه وويل؟ د ځان په ناپوهه نيولو او مخ اړولو سره، همدوی هغه کسان دي چې الله يې پر زړونو ټاپه وهلې، نو ښېګڼې ته نه رسيږي، او د خپلو هوسونو پيروي يې کړې چې له حقه يې ړانده کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 47

وَالَّذِیْنَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًی وَّاٰتٰىهُمْ تَقْوٰىهُمْ ۟

او هغو کسانو چې حق لارې او د هغه څه پیروۍ ته يې لارموندلې چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی، هغوی ته به يې پالونکی لارښوونه او ښېګڼې ته توفيق لا ورزيات کړی، او پر هغه څه عمل کول يې ورښودلي چې له اوره يې ساتي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 47

فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً ۚ— فَقَدْ جَآءَ اَشْرَاطُهَا ۚ— فَاَنّٰی لَهُمْ اِذَا جَآءَتْهُمْ ذِكْرٰىهُمْ ۟

نو آيا کافران د قيامت له ناڅاپه راتګ پرته چې هغوی لره دې پرې پخوانۍ پوهه وي د بل څه انتظار کوي؟! نښانې خو يې راغلې دي، چې له هغو د نبي صلی الله عليه وسلم رالېږل او د سپوږمۍ چاودېدل دي، نو څنګه به هغوی پند واخلي کله چې هغوی لره قيامت راشي؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 47

فَاعْلَمْ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوٰىكُمْ ۟۠

نو ای رسوله! ډاډمن اوسه( پر دې چې) له الله پرته بل معبود نشته، او د خپلوګناهونو، د مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو لپاره له الله نه بښنه وغواړه، الله ستاسو د ورځې په تصرف او د شپې په هستوګنځي پوهيږي، له دې څېزونو څخه هیڅ هم له الله څخه پټ ندي. info
التفاسير:
Dobitë e ajeteve të kësaj faqeje:
• اقتصار همّ الكافر على التمتع في الدنيا بالمتع الزائلة.
د کافر فکر يوازې په دنيا کې په ختمېدونکې توښې پورې تړلی دی. info

• المقابلة بين جزاء المؤمنين وجزاء الكافرين تبيّن الفرق الشاسع بينهما؛ ليختار العاقل أن يكون مؤمنًا، ويختار الأحمق أن يكون كافرًا.
د مؤمنانو او کافرانو د بدلې ترمنځ پرتله کول د دواړو ترمنځ ډېرلوی توپير بيانوي، ترڅو هوښيار دا غوره کړي چې مؤمن وي او کم عقل دا غوره کړي چې هغه دې کافر وي. info

• بيان سوء أدب المنافقين مع رسول الله صلى الله عليه وسلم.
له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د منافقانو د بې ادبۍ بيان. info

• العلم قبل القول والعمل.
له وينا او عمل مخکې پوهه اړینه ده. info