الله هغه ذات دی چې شپه يې ستاسو لپاره تياره کړې ده تر څو پکې آرام شئ او راحت وکړئ، او ورځ يې رڼا او روښانه ګرځولې ده ترڅو کار پکې وکړئ، بېشکه الله پرخلکو د لویې پېرزوينې څښتن دی کله يې چې پر هغوی خپل ښکاره او پټ نعمتونه بشپړ کړي دي، خو ډېر خلک د هغه پاک ذات پر هغو نعمتونو شکر نه وباسي چې پر هغوی يې کړي دي.
لکه څنګه چې دغه خلک پر الله له ايمان راوړلو او يوازې د هغه له بنده ګۍ وګرځېدل همدا راز هغه څوک ترې ګرځي چې په هر وخت او زمانه کې د الله پر يووالي دلالت کوونکو نښانو څخه انکار کوي، نو هغه ته لار نه مومي او د سمې لارې توفيق نه ورکول کيږي.
ای رسوله! الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو د آرامۍ لپاره چمتو شوی تمځای ګرځولی دی، او آسمان يې پرتاسو برسېره داسې ټينګ جوړ کړی چې له لوېدو يې منع کړی، او ستاسو د ميندو په رحمونو کې يې ستاسو صورتونه جوړ کړي او ښه صورتونه يې در جوړ کړي، او له حلالو او پاکو شيانو يې روزي درکړې ده، دغه پېرزوينې يې چې درباندې کړې دي هغه ستاسو پالونکی الله دی، نو د ټولو مخلوقاتو پالونکی الله برکت والا دی، له هغه پرته بل پالونکی ورلره نشته.