او په رېښتيا له موسی مخکې يوسف د الله پر يووالي له څرګندو دليلو سره درته راغی، تاسو تل په شک او د هغه څه په اړه په درواغ ګڼلو کې ياستی چې درته راغلي دي، آن تردې چې کله هغه وفات شو شک او تردد مو لا زيات شو او ومو ويل: له هغه وروسته هيڅکله الله بل رسول نه راليږي. له حقه ستاسو د دغې لارورکۍ غوندې الله هر هغه څوک لارورکی کوي چې د الله له پولو اوړي چې د هغه په يووالي کې شک کوونکی وي.
هغه کسان چې د الله په آيتونو کې جګړې کوي چې راشي ورته په دې موخه چې رد یې کړي بې دلیله! د الله په ایتونو کې بې دلیله جګړې کول د الله او هغوکسانو پر وړاندې چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی غټه د غوسې خبره ده. لکه څنګه چې الله د دغوجګړه کوونکو پر زړونه مهر لګولی چې زموږ په آيتونو کې د هغو د باطلولو لپاره جګړې کوي، هر هغه څوک چې د حق څخه ځان لوی ګڼي د ځان د پاسه سر نه مني د هغه په زړه هم الله مهر وهي، حق ته به لار نه مومي او خير ته به لار نه پيداکوي.
چاچې کوم ناوړه کار وکړ، هيڅکله به يې تر کړي عمل زياته سزا ورنه کړل شي اوپه سزا کې به يې زياتوالی را نه شي او چاچې د الله لپاره ښه کار وکړ، نارينه وي او که ښځينه خو چې پر الله او رسولانو يې ايمان ولري، نو همدغه د ښو صفتونو لرونکي به د قيامت په ورځ جنت ته ننوځي، او الله به پرته له حسابه هلته اېښودل شوې هغه مېوې او پېرزوينې په روزۍ ورکړي چې نه ختمېدونکې دي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الجدال لإبطال الحق وإحقاق الباطل خصلة ذميمة، وهي من صفات أهل الضلال.
د حق باطلولو او باطل په حق ثابتولو لپاره جګړه کول د لارورکو له صفتونو يو بد صفت دی.
• التكبر مانع من الهداية إلى الحق.
لويي کول حق ته له لارښوونې منع کوونکې ده.
• إخفاق حيل الكفار ومكرهم لإبطال الحق.
د حق باطلولو لپاره د کافرانو د چل او فرېبونو ناکامېدل.
• وجوب الاستعداد للآخرة، وعدم الانشغال عنها بالدنيا.
آخرت ته د چمتووالي واجبوالی او له هغه څخه په دنيا نه مشغولیدل.