او که چېرې مونږ د دوی ډوبول غوښتلی نو ډوب کړي به مو وی، نو هیڅ چیغه اورېدونکی به یې چیغه وا نه وري که چېرې مونږ یې ډوبول غوښتل، او نه به هېڅ ژغورونکي ژغورلی وای کله چې زمونږ په امر او پرېکړه ډوب شوي وو.
او د بعث (پاڅون) نه منونکي کافران او د هغه دروغجنوونکي او لرې ګڼونکي وایي: دا پاڅون (بعث) کله دی؟ که چېرې تاسو -ای مومنانو- په خپله دعوی کې چې واقع کېدونکی دی ریښتینې یاست؟!
دا د پاڅون دروغجنوونکي او لرې ګڼونکي د بل څه انتظار نه باسي پرته له لومړي پوکي کله چې په شپېلۍ کې پوک شي، نو نا څاپه به پرې سخته چیغه وشي چې دوی به خپلو دنیوي کارونو لکه پېرل او پلورل او خړوبولو او څرولو او د دنیا نورو کارونو کې اخته وي.
نو کله چې پرې ناڅابه دا سخته چیغه وشي بیا به نه یو بل ته وصیت (سپارښتنه) کولای شي او نه به خپلو کورونو او اهل ته ستنېدلای شي، بلکې په همدې حال به مړه شي کومو کارونو کې چې مشغوله وو.