Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

Page Number:close

external-link copy
41 : 36

وَاٰیَةٌ لَّهُمْ اَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّیَّتَهُمْ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ

او همدا راز دوی ته د الله په یووالي بله نښه او د هغه لورینه په خپلو بندګانو داده چې مونږ سپاره کړل هغه خلک چې د طوفان څخه ژغورل شوي وو د آدم له نسل څخه د نوح په زمانه کې، د مخلوقاتو څخه ډکه بېړۍ کې، بېشکه الله تعالی پکې له هر جنس څخه جوړه سپاره کړل. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 36

وَخَلَقْنَا لَهُمْ مِّنْ مِّثْلِهٖ مَا یَرْكَبُوْنَ ۟

او نښه ده دوی دپاره د الله په یووالي او د هغه د لورینې په خپلو بندګانو چې دوی ته مو د نوح علیه السلام د بیړۍ په شان نور د سورلۍ شیان هم پېدا کړي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 36

وَاِنْ نَّشَاْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِیْخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ یُنْقَذُوْنَ ۟ۙ

او که چېرې مونږ د دوی ډوبول غوښتلی نو ډوب کړي به مو وی، نو هیڅ چیغه اورېدونکی به یې چیغه وا نه وري که چېرې مونږ یې ډوبول غوښتل، او نه به هېڅ ژغورونکي ژغورلی وای کله چې زمونږ په امر او پرېکړه ډوب شوي وو. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 36

اِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ ۟

مګر دا چې مونږ پرې د ډوبېدو څخه د ژغورنې لورینه وکړه او را وموګرځول څو تر یوې ټاکلې نېټې پورې ګټه واخلي چې ترې نه وړاندې کېږي، ددې د پاره چې عبرت واخلي او ایمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 36

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّقُوْا مَا بَیْنَ اَیْدِیْكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟

او کله چې دې مشرکانو او له ایمان مخ اړونکو ته وویل شي: ځان وساتئ د آخرت له هغو کارونو او سختیو څخه چې ستاسو مخ کې دي، اوځان وساتئ له شاته شوې دنیا څخه په دې هیله چې الله درباندې د خپلې لورینې احسان وکړي؛ دوی یې نه مني، بلکې مخ اړوي په بې پروایۍ سره. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 36

وَمَا تَاْتِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ مِّنْ اٰیٰتِ رَبِّهِمْ اِلَّا كَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟

او هر کله چې دې سرکښو مشرکانو ته د الله هغه آیاتونه راشي چې د ده په یووالي او یوازې د ده د بندګۍ په وړتیا دلالت کوي، دوی ترې مخ اړوونکي عبرت نه اخیستونکي وي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 36

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ ۙ— قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنُطْعِمُ مَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ اَطْعَمَهٗۤ ۖۗ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

او کله چې دې سرکښو ته وویل شي: د بېوزلو سره او غریبانو سره مرسته وکړئ له هغو شتمنیو څخه چې الله تاسو ته درکړي، په بد ګڼونکي توګه مومنانو ته ځواب وایي: آیا مونږ پر هغه چا وخورو چې که چېرې الله د هغوی خوراک وغواړي خپله به یې پرې وخوري؟! نو مونږ د هغه د غوښتنې مخالفت نه کوو، نه یاست تاسو -ای مومنانو- مګر په ښکاره تېروتنه کې له حق څخه لرې. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 36

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او د بعث (پاڅون) نه منونکي کافران او د هغه دروغجنوونکي او لرې ګڼونکي وایي: دا پاڅون (بعث) کله دی؟ که چېرې تاسو -ای مومنانو- په خپله دعوی کې چې واقع کېدونکی دی ریښتینې یاست؟! info
التفاسير:

external-link copy
49 : 36

مَا یَنْظُرُوْنَ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً تَاْخُذُهُمْ وَهُمْ یَخِصِّمُوْنَ ۟

دا د پاڅون دروغجنوونکي او لرې ګڼونکي د بل څه انتظار نه باسي پرته له لومړي پوکي کله چې په شپېلۍ کې پوک شي، نو نا څاپه به پرې سخته چیغه وشي چې دوی به خپلو دنیوي کارونو لکه پېرل او پلورل او خړوبولو او څرولو او د دنیا نورو کارونو کې اخته وي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 36

فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ تَوْصِیَةً وَّلَاۤ اِلٰۤی اَهْلِهِمْ یَرْجِعُوْنَ ۟۠

نو کله چې پرې ناڅابه دا سخته چیغه وشي بیا به نه یو بل ته وصیت (سپارښتنه) کولای شي او نه به خپلو کورونو او اهل ته ستنېدلای شي، بلکې په همدې حال به مړه شي کومو کارونو کې چې مشغوله وو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 36

وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَاِذَا هُمْ مِّنَ الْاَجْدَاثِ اِلٰی رَبِّهِمْ یَنْسِلُوْنَ ۟

او په شپیلۍ کې به دویم پوکی د پاڅون لپاره وشي، نو ناڅاپه به دوی ټول له خپلو قبرونو څخه راوځي او د خپل رب لوري ته به د حساب او بدلې لپاره منډې وهي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 36

قَالُوْا یٰوَیْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَّرْقَدِنَا ۣٚۘ— هٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمٰنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُوْنَ ۟

دغه په پاڅون کفر کوونکي دروغجنونکي به په داسې حال کې وایي چې پښیمانه به وي: ای زمونږ زیانه، څوک دی هغه چې مونږ یې له قبرونو څخه پاڅولو؟! نو ځواب به ورته وویل شي: دا هغه ژمنه ده چې الله کړې بېشکه واقع کېدونکې ده، او پېغمبرانو رښتیا ویلي وو په هغه څه کې چې د خپل رب لخوا یې رسولې وو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 36

اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟

له قبرونو څخه پاڅېدل نه دي پرته له دې چې په شپیلۍ کې د دویم پوکي اغیز وي، نو ناڅاپه به ټول مخلوقات د قیامت په ورځ مونږ ته د حساب لپاره حاضر شي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 36

فَالْیَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا وَّلَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

په دغه ورځ به د انصاف پرېکړه وي، نو -ای بندګانو-په تاسو به د هېڅ شي زیاتی نه کېږي د ګناهونو په زیاتېدلو یا د نیکیو په کمېدلو، بېشکه تاسو ته به د هغو کړنو بشپړه بدله درکول کېږي چې د دنیا په ژوند کې مو ترسره کړي. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• من أساليب تربية الله لعباده أنه جعل بين أيديهم الآيات التي يستدلون بها على ما ينفعهم في دينهم ودنياهم.
بندګانو لره د الله تعالی د پالنې له طریقو څخه دا ده چې الله تعالی د دوی مخې ته داسې نښې ګرځولي چې د هغه څه لپاره پرې دلیل نیولی شي کوم چې په دین او دنیا کې ورته ګټه رسوي. info

• الله تعالى مكَّن العباد، وأعطاهم من القوة ما يقدرون به على فعل الأمر واجتناب النهي، فإذا تركوا ما أمروا به، كان ذلك اختيارًا منهم.
الله تعالی بندګانو ته وس ورکړی، او له ځواک څخه یې دومره ورکړی چې دوی پرې امر پر ځای او له نهي ځان وژغوري، نو کله چې هغه څه پرېږدي چې امر ورته شوی، نو دا بیا د دوی خپله خوښه ده. info