او د مؤمن او مؤمنې لپاره صحيح نه ده چې کله الله او د هغه رسول د هغوی په اړه پرېکړه وکړي چې هغوی لره دې په منلو او نه منلو کې اختيار وي، څوک چې د الله او د هغه د رسول څخه سرغړونه وکړي، نو هغه له نېغې لارې څخه په څرګنده لار ورکۍ سره لار ورکی دی.
پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې نه کومه ګناه شته او نه کومه تنګي چې الله هغه ته د خپل بللي زوی د طلاق شوې مېرمنې نکاح حلاله کړې ده، او په دې خبره کې له هغه مخکې نبيانو د کړنلارې پيروي کوي، نو هغه صلی الله عليه وسلم په دې کې کوم نوی رسول نه دی، او څه چې الله د دغه نکاح او زوی بلل کېدو له منځه وړلو پرېکړه کوي، په دې کې نبي نه رايه لري او نه اختيار، ترسره کېدونکې پرېکړه ده چې هيڅ ردوونکی نه لري.
دغه نبيان چې د الله را نازل کړل شوي پيغامونه یې خپلو امتونو ته رسوي او له الله تعالی پرته له هيچا نه ډاريږي، او د هغه څه په کولو کې د نورو خلکو د وينا پروا نه کوي چې الله ورته روا کړي دي، او الله د خپلو بندګانو د کړنو لپاره د ساتندوی په توګه بسنه کوي ترڅو حساب ورسره وکړي، او بدله يې ورکړي، که خير وي، نو خير او که شر وي، نو شر.
او محمد له تاسو سړيو څخه د هيچا پلار نه دی، نه هغه د زيد پلار دی، تر څو يې د مېرمنې نکاح ورسره حرامه شي کله چې هغه طلاق ورکړي، خو خلکو ته د الله استازی دی، او د نبيانو مهر دی، چې له هغه وروسته نبي نشته، او الله پر هرڅه ښه پوه دی او د بندګانو له امره يې هيڅ هم ترې پټ نه دي.