او یاد کړه -اې پېغمبره- کله چې مونږ د پېغمبرانو څخه ټېنګه ژمنه واخیسته چې یوازې د یو الله عبادت به کوي او د هغه سره به څوک نه شریکوي، او کومه وحي چې دوی ته راغلې هغه به رسوي، او له تا مو ځانګړې (ژمنه) واخیسته، او له نوح او ابراهیم او موسی او د مریمې زوی عیسی څخه، له دوی مو ټېنګه ژمنه واخیسته چې وفاء به کوي په رسولو د الله د هغه رسالت (پېغام) کوم چې دوی ته په امانت ورکړل شوی و.
ای هغو کسانو چې په الله یې ایمان راوړی او د هغه په شریعت یې عمل کړی، یاد کړئ د الله نعمت پر تاسو، کله چې مدینې ته ډلې ډلې لښکرې ستاسو د وژلو لپاره راغلې، او منافقانو او یهودو ورسره مرسته وکړه، نو مونږ پرې سیلۍ راولېږله چې هغه د صبا باد و کوم سره چې د پېغمبر علیه السلام مرسته شوې وه، او مونږ د ملائکو لښکرې هم راولېږلې چې تاسو نه کتلې، نو کافران په تېښته پر شا شول، چې هېڅ وس یې نه درلود، او الله تعالی په هغه څه چې تاسو کول لېدونکی دی هېڅ ترې نشي پټېدلای، او زر دی چې تاسو ته به ستاسو د کړنو بدله درکړي.
په دغه ورځ منافقانو او کمزوري ایمان والاوو چې په زړونو کې یې شک دی وویل: په دښمن باندې د بریا او پر ځمکه د واکمنۍ وعده نه وه کومه چې مونږ سره الله او د هغه رسول کړې وه پرته له دې چې برباده او بې بنسټه وي.
او که چېرې دښمن پر دوی د مدینې له ټولو خواوو ورننوځي او له دوی وغواړي چې کفر او الله سره شریک نیولو ته بېرته وګرځي نو دوی به خامخا دښمن سره دا ومني، او په مرتد کېدلو او کفر ته بېرته ګرځېدلو کې به ځنډ ونکړي مګر لږ.
او پرته له شکه دغو منافقانو د احد په ورځ له جګړې د تېښتې وروسته ژمنې وکړې، که الله هغوی په بله جګړه حاضر کړي؛ نو له خپل دښمن سره به هرومرو جګړه کوي، د هغوی د وېرې له امله به نه تښتي، خو هغوی بيا هم ژمنه ماته کړه، بنده د هغه څه په اړه پوښتل کيږي چې له الله سره یې پرې ژمنه کړې وه او ژر به حساب ورسره پرې وشي.