امر داسې نه دی لکه هغوی يې چې دعوی کوي، بلکې موږ هغه حق ورته راوړی چې شک پکې نشته او هغوی هرومرو الله لره د شريک او زوی په دعوی کې درواغجن دي، الله ډېرلوړ دی د هغوی له وينا څخه.
الله څوک زوی نه دی نيولی لکه څنګه چې کفارګومان کوي او نه له هغه سره په حقه بل معبود شته، که داسې وی چې له هغه سره په حقه بل معبود وی، هرومرو به هر معبود له مخلوق څخه له خپلې هغې برخې سره تللی و چې پيداکړې يې ده او يو پر بل به برلاسي شوي وی؛ د نړۍ نظام به فاسد شوی وی، خو حقيقت دا دی چې له دې څخه هيڅ هم نه دي واقع شوي؛ نو دا پر دې دلالت کوي چې پر حقه معبود یو دی او هغه يوازې الله دی، پاک او سپېڅلی دی له هغه څه څخه چې مشرکان يې ورته بيانوي او د زوی او شريک وړ نه دی.
پر هر هغه څه پوه دی چې له مخلوق پټ دي او پر هر هغه څه هم پوه دی چې ليدل کيږي او په حواسو درک کيږي، پر هغه له دغو شيانو هيڅ هم پټ نه دي؛ نو هغه پاک ذات لوړ دی له دې چې هغه لره دې کوم شريک وي.
کېدای شي زه غوره کار وکړم، کله چې ورته را وګرځم، هيڅکله نه، چاره به داسې نه وي لکه هغه يې چې غوښتنه کوي، هغه يوازې داسې تورې دي چې هغه يې ويونکی دی، که دنيا ته را وګرځول هم شي؛ نو کړې ژمنه به پوره نه کړي او دغه مړ شوي به د دنيا او آخرت تر منځ په يو مانع کې پاتې شي، د بېرته را ژوندي کېدلو او را پورته کېدلو تر ورځې پورې، دنيا ته به ترې را نشي تر څو د هغه څه تلافي وکړي کوم چې ترې پاتې دي او يا هغه څه سم کړي چې خراب کړي يې دي.