نو پر دغو اوبو مو تاسوته د خرماوو او انګورو باغونه را شنه کړل، په هغو کې د بېلابېلو شکلونو او رنګونو مېوې دي لکه انځر، انار او مڼې چې له هغو يې تاسو خورئ.
او بېشکه ستاسو لپاره ای خلکو! په څارويو(اوښانو، غواوو او پسونو) کې پند دی او لارښوونه ده چې د الله قدرت او پېرزوينې ته پرې لار پيداکوئ، موږ د دغو څارويو له ګېډو تاسو ته خالصې مزې دارې شېدې درڅښو، او په دغو کې تاسوته ډېرې ګټې چې ترلاسه کوئ يې لکه سپرلۍ، وړۍ، پشم، وېښتان، او د هغو له غوښو خوراک کوئ.
التفاسير:
22:23
وَعَلَیْهَا وَعَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ ۟۠
او په وچه کې پر اوښانو او په اوبو کې په کښتۍ کې سپرول کېږئ.
پرته له شکه موږ نوح عليه السلام يې خپل قوم ته ولېږئ چې د الله لوري ته يې راوبولي، هغه ورته وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ، تاسو لره له هغه پاک ذات پرته بل په حقه معبود نشته؛ نو آيا له الله څخه نه وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره.
نو له قوم څخه يې هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و خپلو پيروانو او عامو خلکو ته وويل: نه دی هغه چې فکر کوئ چې دی رسول دی مګر ستاسو غوندې يو انسان دی، پرتاسو مشري او سرداري غواړي، که الله موږ ته رسول رالېږل غوښتی، هرومرو به يې له پرېښتو رالېږلی وای او له انسانانو يې نه رالېږلو، دا ډول دعوی مو په خپلو هغو پخوانيو کې نه ده اورېدلې چې تېرشوي دي.