نو سامري د دغو ګاڼو څخه بني اسرایېلو لره د خوسي جسد راوویسته چې روح پکې نه و، د غوا په شان اواز به یې کاوه، نو کوم کسان چې اخته شوي و د دوی نه د سامري په کار باندې هغوی ووېل: دا ستاسې معبود دی او د موسی معبود هم دی، هغه دا هیر کړی او دلته یې پریښودلی.
آیا نه ګوري دا کسان چې فتنه کې واقع شوي د خوسي په وجه نو بندګي یې ورله شروع کړې، بېشکه خوسی چې دی نه د دوی سره خبرې کولی شي او نه ورته څه جواب ورکولی شي، او طاقت نه لري په دفع کولو د ضرر د دوی نه او نه د نور چا نه، او طاقت نه لري د فاېدې رسولو خپل ځان ته، او نه بل چا ته.
او یقېنا ویلي و دوی ته هارون -علیه السلام- مخکې د راتللو د موسی -علیه السلام- نه: نه دی په شکل د خوسي کې د سرو زرو نه او اواز د هغه مګر ازمېښت دي په تاسو د دې لپاره چې ښکاره شي مومن له کافر څخه، او یقېنا رب ستاسې -ای قومه- هغه ذات دی چې واک لري د مهربانۍ او رحمت، نه هغه څوک چې اختیار نه لري تاسې نه د ضرر دفع کولو او یا د فاېدې دررسولو، پاتې لا دا چې په تاسې دې رحم وکړي، نو زما تابعداري وکړئ یواځې د الله تعالی په بندګۍ کې، او زما خبره ومنئ په پريښودلو د بندګۍ د بل چا کې.
سامري موسی -علیه السلام- ته ووېل: ما لېدلي وو هغه څه چې دوی نه وو لېدلي، پس بېشکه ما جبریل په اس باندې لیدلی وو، نو ما راواخېسته یوه لپه د خاورې د هغه د اس د پښو د قدم نه، نو هغه ما په دې ویلي کړی شوی د خوسي په شکل کې ګاڼه باندې واچوله، نو د دې نه یو خوسی جوړ شو چې اواز یې درلود، او همدارنګه ښاېسته کړی و ما ته زما نفس ما چې کوم کار کړی دی.
موسی -علیه السلام- سامري ته وویل: لاړ شه ته نو یقېنا تا لره دا خبره ده چې ته به وایې تر څو چې ته ژوندی یې: نه زه د چا سره لاس لګوم او نه دې زما سره څوک لاس لګوي، نو ته به اوسېږې شړل شوی (یوازې پريښودل شوی)، او یقېنا شته دی ستا لپاره یوه نېټه د قیامت په ورځ چې ستا سره به حساب کیږي او تا ته به پکې سزا درکول کېږي، الله تعالی به دې له دې نېټي نه وروسته کوي، او وګوره خپل خوسي ته چې تا ترې معبود جوړ کړی و، او د دې په بندګۍ باندې ولاړ وې پغېر له الله تعالی نه، مونږ به خامخا په دې باندې اور لګوو تر څو چې ویلي شي، بیا به وغورځوو مونږ دې لره په دریاب کې تر دې چې هیڅ اثر یې پاتې نشي.