الله تعالی ورته په جواب کې ووېل: همدغه شان کارونه تا په دنیا کې کړي وو، نو یقېنا راغلي وو تا ته ایتونه زمونږ نو تا ترې مخ اړولی و او پریښودي دی وو، او همدارنګه ته به نن ورځ په عذاب کي پريښودل کیږې.
او د دې په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې په حرامو شهوتونو کې ننوتلی وي، او د ایمان نه یې مخ اړولی وي سره د ښکاره دلیلونو څخه د خپل رب له طرفه، او بېشکه عذاب د الله تعالی په آخرت کې ډیر سخت او قوي دي د دنیا او برزخ د تنګې زندګۍ نه او همېشنی هم دی.
او که چېرې نه وی هغه خبره چې ستا د رب له طرفه مخکې شوې -ای پېغمبره- چې بېشکه هغه هیچا ته هم مخکې د دلېل قاېمولو نه عذاب نه ورکوي، او که چېرته د هغه سره نه وه مقرره نېته د دوي لپاره نو خامخا په تلوار سره به ئې هغوی ته عذاب ورکړی و؛ ځکه چې هغوی مستحق دي د دې عذاب.
او حکم کوه -ای پېغمبره- خپلو تابعدارانو ته په کولو د لمونځونو، او د دې په ادا کولو ته هم کلک شه، مونږ نه غواړو ستا نه روزي ستا لپاره او نه د بل چا لپاره ، مونږ ستا د روزۍ درکولو ذمه واري اخلو، او ښایسته انجام په دنیا او اخرت کې د پرهېزګارانو لپاره دی هغه کسان چې د الله تعالی نه وېرېږي، نو د هغه حکمونه عملي کوي، او د هغه له منهیاتو ځان ژغوري.
او وایي دا کافران پېغمبر صپلی الله علیه وسلم ته د دروغو نسبت کوونکي: ولي نه راوړي مونږ ته محمد - صلی الله علیه وسلم - یوه معجزه چې دلالت وکړي د هغه په ريښتنولۍ او د هغه په پېغمبرۍ، آیا دې د دروغو نسبت کوونکو ته قرآن کریم نه دی راغلی کوم چې تصدیق کوونکی دی پخوانیو اسماني کتابونو لره؟!.
او که چېرته مونږ هلاک کړي وو دا پېغمبر -صلی الله علیه وسلم- ته د دروغو نسبت کوونکي خلک په نازلولو د عذاب په دوی باندې، د دوی د کفر او ضد له امله مخکې له دې چې دوی ته پېغمبر ولېږم، او راولېږم په دوی باندې کتاب نو خامخا دوی به ویلي و د قیامت په ورځ بهانه به یې کوله د خپل کفر د وجې: ولې تا نه رالېږه -ای ربه- مونږ ته پېغمبر په دنیا کې، نو مونږ به اېمان راوړی وی په هغه باندې او تابعداري به مو کړې وه د هغو آیتونو چې هغه پرې راتګ کړی و وړاندې له دې چې ورسيږي مونږ ته ذلت او شرمندګي ستا د عذاب په وجه؟!.
ووایه -ای پېغمبره- دې دروغجنانو ته: هر یو زمونږ او ستاسې څخه انتظار کوونکی دی د هغه څه چې الله تعالی به یې تر سره کوي، نو تاسې هم انتظار وباسئ، پس زر دی چې تاسې به پوه شئ -خامخا- چې څوک دی د سمې لارې والا، او څوک په هدایت باندې روان دي: مونږ او که تاسې.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من الأسباب المعينة على تحمل إيذاء المعرضين استثمار الأوقات الفاضلة في التسبيح بحمد الله.
د الله جل جلاله په حمد او ثنا ویلو سره د خپلو غوره وختونو تېرول مرسته کوي چې انسان د ازار او آذیت رسوونکو په وړاندې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.
• ينبغي على العبد إذا رأى من نفسه طموحًا إلى زينة الدنيا وإقبالًا عليها أن يوازن بين زينتها الزائلة ونعيم الآخرة الدائم.
انسان لره پکار دي چې کله د دنیا ډول او ښاېست ته مایله شي او هغې ته یې مخه شي باېد د دنیا ختمېدونکی ښاېست د اخرت د تل پاتې نعمتونو سره پرتله کړي.
• على العبد أن يقيم الصلاة حق الإقامة، وإذا حَزَبَهُ أمْر صلى وأَمَر أهله بالصلاة، وصبر عليهم تأسيًا بالرسول صلى الله عليه وسلم.
بنده ته لازم دي چې لمونځ په سمه طرېقه ادا کړي، او کله چې څه ورپیښ شي باېد لمونځ وکړي او خپل اهل (تابعدارانو) ته هم د لمانځه امر وکړي، او په هغوی دې صبر وکړي، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د تابعدارۍ د وجې.
• العاقبة الجميلة المحمودة هي الجنة لأهل التقوى.
ښاېسته انجام کوم چې ستایلی شوی هغه یوازې جنت دی د پرهېزګارانو لپاره.