برابر ندی هغه څوک چې پوهيږي پردې ای رسوله! چې کوم څه پر تا نازل شوي هغه ستا د پالونکي لخوا داسې حق دي چې شک پکښې نشته او دا هغه مؤمن دی چې د الله د حکمونو منونکی دی او هغه کافر چې د الله د حکمونو منونکی ندی، بېشکه په دغه سره د سمو عقلونو څښتنان پند او نصيحت ترلاسه کوي.
هغه کسان چې د الله حکمونه يې منلي هغوی داسې خلک دي چې هغه ژمنې پوره کوي کومې يې چې له الله سره کړې دي او يا يې د هغه له بندګانو سره کړې دي او له الله يا بل چا سره ټينګې ژمنې نه ماتوي.
او هغوی داسې خلک دي چې د هر هغه څه پالل کوي چې الله يې له خپلوليو د پاللو امر کړی، له خپل پالونکي يې داسې وېريږي چې وېره يې د الله د حکمونو منلو او نواهيوو څخه ډډه کولو ته اړباسي او له دې ډاريږي چې الله به له هغوی سره په کړو ګناهونو يې حساب وکړي؛ نو چې له چاسره په حساب کې مناقشه وشي هغه تباه شو.
دغه ستايل شوې پايله جنتونه دي تل به پکښې له پېرزوينو برخمن اوسيږي، په هغو کې د پېرزوينو له بشپړوالي څخه يې دا دي چې له پلرونو، ميندو، مېرمنو، او له اولادونو به يې هغه څوک ورسره ننوځي چې په نېغه لار وو ترڅو د هغوی په ليدو يې خوښي بشپړه شي او په جنت کې به د هغوی د کورونو له ټولو دروازو پرېښتې پرې مبارکي ويونکې ننوځي.
او هغه خلک چې د الله ژمنې وروسته له ټينګښته ماتوي او له خپلوۍ پالنې هغه څه پرې کوي چې الله يې د پاللو امر کړی، همدوی لرې بدبخته دي هغوی لره د الله له لورېينې لرې والی دی او هغوی لره بده پايله ده چې هغه اور دی.
دوی هغه کسان دي چې الله يې لارښوونه کړې ده، همدوی هغه کسان دي چې ايمان يې راوړی او زړونه يې د الله په ياد، د هغه په پاکۍ بيانولو، ستاينه، د هغه د کتاب په لوستلو، اورېدلو او له دغه پرته پر نور ډول ډول يادونو آراميږي، خبر اوسئ يوازې د الله په ياد سره زړونه آراميږي او هغه د دې ډېر وړ دي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الترغيب في جملة من فضائل الأخلاق الموجبة للجنة، ومنها: حسن الصلة، وخشية الله تعالى، والوفاء بالعهود، والصبر والإنفاق، ومقابلة السيئة بالحسنة والتحذير من ضدها.
د هغو اخلاقو د فضايلو ټولګې ته هڅونه چې د جنت لامل کيږي له هغو څخه د خپلوۍ پالنې ښه والی، له الله تعالی وېره، په ژمنو وفا، زغم او لګښت کول دي همدارنګه له هغو څخه د بدۍ بدله په نېکۍ او له ضد څخه يې وېرول دي.
• أن مقاليد الرزق بيد الله سبحانه وتعالى، وأن توسعة الله تعالى أو تضييقه في رزق عبدٍ ما لا ينبغي أن يكون موجبًا لفرح أو حزن، فهو ليس دليلًا على رضا الله أو سخطه على ذلك العبد.
بېشکه د روزۍ کیلي(چابي) د الله پاک په لاس کې ده او دا چې د الله تعالی لخوا د بنده په روزۍ کې پراخي يا تنګي په کار نده چې د خوښۍ او غم لامل شي ځکه هغه د الله د خوښۍ يا غوسې دليل نه دی پر دغه بنده باندې.
• أن الهداية ليست بالضرورة مربوطة بإنزال الآيات والمعجزات التي اقترح المشركون إظهارها.
دا چې لارښوونه خامخا د هغو نښو او معجزو له نازلېدو سره تړلې نه ده، د کومو چې مشرکانو د ښکاره کېدو وړانديز کړی و.
• من آثار القرآن على العبد المؤمن أنه يورثه طمأنينة في القلب.
پر مؤمن بنده د قرآن له اغېزو څخه دا ده چې په زړه کې يې ډاډ ور په برخه کوي.