ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم

رقم الصفحة:close

external-link copy
14 : 13

لَهٗ دَعْوَةُ الْحَقِّ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَسْتَجِیْبُوْنَ لَهُمْ بِشَیْءٍ اِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّیْهِ اِلَی الْمَآءِ لِیَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهٖ ؕ— وَمَا دُعَآءُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟

يوازې الله ته د توحيد بلنه ده هيڅوک ورسره پکښې شريک نه دي، هغه بوتان چې له الله پرته يې مشرکان وربولي د هغه چا بلنې ته چې وربولي يې په هيڅ غوښتنه کې ځواب نشي ورکولای، د هغوی لخوا يې بلنه د هغه تږي غوندې ده چې خپل لاس اوبو ته غځوي، څو يې خولې ته ورسيږي او ترې ويې څښي، خو اوبه يې خولې ته رسېدونکې نه دي، د کافرانو لخوا د بتانو رابلل يوازې ضايع کېدل او له حقه لرې کېدل دي، ځکه د هغوی لپاره نه د ګټې د راکشولو او نه د زيان د مخنيوي واک لري. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 13

وَلِلّٰهِ یَسْجُدُ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ طَوْعًا وَّكَرْهًا وَّظِلٰلُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْاٰصَالِ ۟

يوازې الله ته ټول هغه څوک چې په آسمانونو او څوک چې په ځمکه کې دي په سجده سر ټيټوي، په دې کې مؤمن او کافر برابر دي، خو دا چې مؤمن په خوښه سرتيټوي او سجده کوي او کافر په ناخوښه سرتيټوي او خپل فطرت يې اړباسي چې په خوښه ورته سرټيټ کړي او د هغه له مخلوقاتو د ورځې په پيل او پای کې د هر هغه څه سيوری غاړه ږدي چې سيوری لري. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 13

قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ؕ— قُلْ اَفَاتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ لَا یَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَّلَا ضَرًّا ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۙ۬— اَمْ هَلْ تَسْتَوِی الظُّلُمٰتُ وَالنُّوْرُ ۚ۬— اَمْ جَعَلُوْا لِلّٰهِ شُرَكَآءَ خَلَقُوْا كَخَلْقِهٖ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَیْهِمْ ؕ— قُلِ اللّٰهُ خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟

اې رسوله ووايه: هغو کافرانو ته چې له الله سره بل څوک لمانځي، څوک دی چې آسمانونه او ځمکه يې پيداکړي او د هغو دواړو چار سمبالوونکی دی؟ ای رسوله! ووايه: الله يې پيداکوونکی او د امر تدبير کوونکی دی او تاسې دغه منئ هم، اې رسوله! هغوی ته ووايه: آيا ځانونو ته مو له الله پرته داسې عاجزه دوستان نيولي دي چې خپلو ځانو ته هم نه ګټه را جلبولای شي او نه ضرر دفع کولای شي، نو دا کار به نورو ته چېرې وکولای شي؟ ورته ووايه: ای رسوله! آيا هغه کافر چې ړوند وي او هغه مؤمن چې لار موندونکی ليدونکی وي سره برابر دي؟ او يا هغه کفر چې تيارې دي او هغه ايمان چې رڼا ده سره برابر دي؟ او يا چې هغوی الله پاک لره په مخلوق کې کوم شريکان نيولي دي، نو آیا هغوی هم داسې څه پيداکړي دي لکه الله؟ چې د الله پيدا کړي د هغوی د شريکانو له پيداکړو سره ګډوډ شوي وي؟ هغوی ته ووايه: اې رسوله! يوازې الله د هرڅه پيداکوونکی دی، هغه لره په مخلوق کې کوم شريک نشته او هغه په الوهيت کې داسې يوازې دی چې په يوازېتوب سره د عبادت وړ دی او پر هرڅه برلاسی دی.
info
التفاسير:

external-link copy
17 : 13

اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَسَالَتْ اَوْدِیَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّیْلُ زَبَدًا رَّابِیًا ؕ— وَمِمَّا یُوْقِدُوْنَ عَلَیْهِ فِی النَّارِ ابْتِغَآءَ حِلْیَةٍ اَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهٗ ؕ— كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ ؕ۬— فَاَمَّا الزَّبَدُ فَیَذْهَبُ جُفَآءً ۚ— وَاَمَّا مَا یَنْفَعُ النَّاسَ فَیَمْكُثُ فِی الْاَرْضِ ؕ— كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ ۟ؕ

الله د باطل د له منځه وړلو او حق پاتې کېدلو لپاره له آسمانه د ورېدونکي باران بېلګه بيان کړې ده، تردې چې د لویوالي او کوچنوالي سره سمې ويالې پرې وبهيږي؛ نو سېل د اوبو پر سر خس او خځلې پورته کړي وي او بله بېلګه يې هغوی دواړو ته د ځينو هغه څه بيان کړې ده چې خلک يې له ارزښتناکه زېرمو څخه اور پرې بلوي تر څو يې اصل او هغه څه ولټوي چې خلک ځانونه پرې ښايسته کوي، نو هغه خپل زګ داسې پورته کوي لکه دغه يې چې پورته کوي، په دغو دوو بېلګو سره الله د حق او باطل بېلګې بيانوي، نو باطل د خسو او د اوبو پر سر د غورځول شوي زږ غوندې وي او له زنګ څخه د معدن پاتې خیري غوندې وي، او حق د هغو پاکو اوبو غوندې وي چې څښل کيږي، مېوې، شينګيا او واښه را شنه کوي او هغه چې په معدن کې له خيري وروسته وي، نو خلک ترې ګټه پورته کوي، لکه څنګه چې دغه دوې بېلګې بيان کړې، الله د خلکو لپاره بېلګې بيانوي چې حق پرې له باطله بېل کړي.
info
التفاسير:

external-link copy
18 : 13

لِلَّذِیْنَ اسْتَجَابُوْا لِرَبِّهِمُ الْحُسْنٰی ؔؕ— وَالَّذِیْنَ لَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهٗ لَوْ اَنَّ لَهُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ سُوْٓءُ الْحِسَابِ ۙ۬— وَمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟۠

د هغو مؤمنانو لپاره چې د خپل پالونکي د توحيد او پيروۍ بلنه يې ومنله ښه بدله ده چې هغه جنت دی او هغه کافران چې د هغه د توحيد او پيروۍ بلنه يې ونه منله که چېرې د هغوی لپاره په ځمکه کې د مال ټول ډولونه وي او دهغو غوندې څو برابره نور وي، هرومرو به هغوی دغه ټول له سزا د ځان ژغورنې لپاره ولګوي، له دغو کسانو سره چې د هغه بلنه يې نه ده منلې د خپلو ټولو بدو کړنو حساب به کيږي، دهغوی هستوګنځی چې ورځي به دوزخ دی، بد دی د هغوی فرش او د اوسېدو ځای چې هغه اور دی. info
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• بيان ضلال المشركين في دعوتهم واستغاثتهم بغير الله تعالى، وتشبيه حالهم بحال من يريد الشرب فيبسط يده للماء بلا تناول له، وليس بشارب مع هذه الحالة؛ لكونه لم يتخذ وسيلة صحيحة لذلك.
د مشرکانو د لار ورکۍ بيان پرته له الله جل جلاله څخه نورو ته د بلنې له امله او پرته له الله څخه د مرستې غوښتلو له امله او د دوی د حال ورته والی هغه چا ته چې څښل غواړي، اوبو ته لاس غځوي پرته لدې چې اوبه تر لاسه کړي او له دغه حال سره څښونکی نه وي، ځکه د دغه لپاره يې سمه لار نه ده غوره کړې. info

• أن من وسائل الإيضاح في القرآن: ضرب الأمثال وهي تقرب المعقول من المحسوس، وتعطي صورة ذهنية تعين على فهم المراد.
په قرآن کې د څرګندوالي له لارو څخه: دبېلګو بيانول دي چې معقول له محسوس سره نېږدې کوي او يو داسې ذهني انځور ورکوي چې د موخې په پوهاوي کې مرسته کوي. info

• إثبات سجود جميع الكائنات لله تعالى طوعًا، أو كرهًا بما تمليه الفطرة من الخضوع له سبحانه.
الله تعالی ته په خوښه د ټولو کايناتو د سجدې اثبات.او يا په ناخوښۍ سره چې د هر څه فطرت هغه پاک ذات ته په سرټيټۍ امر کوي. info