وَاِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا ۘ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— هُوَ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِیْهَا فَاسْتَغْفِرُوْهُ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ قَرِیْبٌ مُّجِیْبٌ ۟
ثموديانو ته مو د هغوی ورور صالح عليه السلام ولېږه، هغه وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ، تاسو لره له هغه پرته بل د عبادت وړ معبود (لمانځلی) نشته، هغه تاسو د ځمکې له خاورې پيداکړي ياست ستاسو د پلار آدم عليه السلام په پيدايښت سره له هغې خاورې څخه، د هغې(ځمکې) آبادوونکي يې ګرځولي ياست؛ نو له هغه بښنه وغواړئ بيا هغه ته وروګرځئ د ښوکړنو پر ترسره کولو او د ګناهونو په پرېښودلو سره، بېشکه زما پالونکی هغه چا لره نږدې دی چې هغه لره عبادت ځانګړی کړي، د هغه د دعا قبلوونکی دی.
التفاسير: