የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፖሽቶኛ ትርጉም - በአቡ ዘከሪያ

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
111 : 16

یَوْمَ تَاْتِیْ كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَنْ نَّفْسِهَا وَتُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

16-111 هغه ورځ چې هر كس به په داسې حال كې راځي چې د خپل نفس له طرف نه به جګړه كوي او هر نفس ته به پوره وركړى شي هغه څه چې ده كړي دي، په دې حال كې چې پر دوى به ظلم ونه كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
112 : 16

وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا قَرْیَةً كَانَتْ اٰمِنَةً مُّطْمَىِٕنَّةً یَّاْتِیْهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِاَنْعُمِ اللّٰهِ فَاَذَاقَهَا اللّٰهُ لِبَاسَ الْجُوْعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ ۟

16-112 او الله د یو كلي مثال بیانوي چې د امن والا (او) اطمينان والا و، دغه (كلي) ته به د هغه رزق له هره ځایه پرېمانه راته، نو دغه كلي د الله د نعمتونو ناشكري وكړه، نو الله په دغه كلي باندې د لوږې او وېرې لباس وڅكاوه (لوږه او وېره يې پرې راوستله) په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول info
التفاسير:

external-link copy
113 : 16

وَلَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟

16-113 او یقینًا یقینًا دوى ته له همدوى ځنې رسول راغلى و، نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو دوى عذاب ونیول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو info
التفاسير:

external-link copy
114 : 16

فَكُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ حَلٰلًا طَیِّبًا ۪— وَّاشْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ ۟

16-114 نو تاسو خورئ له هغو (خوراكونو) نه چې تاسو ته الله دركړي دي، چې حلال، پاكيزه دي او تاسو د الله د نعمتونو شكر وباسئ كه چېرې تاسو خاص د هغهٔ عبادت كوئ info
التفاسير:

external-link copy
115 : 16

اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِیْرِ وَمَاۤ اُهِلَّ لِغَیْرِ اللّٰهِ بِهٖ ۚ— فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَّلَا عَادٍ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

16-115 همدا خبره ده چې هغه پر تاسو باندې حرامه كړې ده مرداره او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز پورته شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوره شي ، په دې حال كې چې نه ظالم وي او نه (له حده) تجاوز كوونكى وي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
116 : 16

وَلَا تَقُوْلُوْا لِمَا تَصِفُ اَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هٰذَا حَلٰلٌ وَّهٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوْا عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ لَا یُفْلِحُوْنَ ۟ؕ

16-116 او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حلال دي او دا حرام دي، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي info
التفاسير:

external-link copy
117 : 16

مَتَاعٌ قَلِیْلٌ ۪— وَّلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

16-117 ډېره لږه فايده ده، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى info
التفاسير:

external-link copy
118 : 16

وَعَلَی الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَیْكَ مِنْ قَبْلُ ۚ— وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

16-118 او په هغو كسانو باندې چې یهودیان شوي دي، مونږ حرام كړي دي هغه څه چې مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او مونږ پر هغوى باندې ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى وو چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه info
التفاسير: