የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
7 : 51

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْحُبُكِ ۟ۙ

او قسم په ښایسته جوړ شوې او له لارو نه په ډک اسمان info
التفاسير:

external-link copy
8 : 51

اِنَّكُمْ لَفِیْ قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍ ۟ۙ

چې بې شکه تاسې په یوه ګډه وډه[۱۷] خبره کې يې. info

[۱۷] ځینې وايي قران سحر دی، ځیني وايي شعر دی، ځیني وايي کوډي دي او ځیني نور څه وايي( فتح القدیر )

التفاسير:

external-link copy
9 : 51

یُّؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ اُفِكَ ۟ؕ

له دې قران څخه هغه خلک اړولی شي چې د الله په علم کې ترې اړول شوې دي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 51

قُتِلَ الْخَرّٰصُوْنَ ۟ۙ

اټل کوونکې دي هلاک شي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 51

الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ غَمْرَةٍ سَاهُوْنَ ۟ۙ

هغه چې د اخرت له پټ کار نه غافله او ناخبره دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 51

یَسْـَٔلُوْنَ اَیَّانَ یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ

او پوښتنه کوي چې د حساب او کتاب ورځ به کله وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
13 : 51

یَوْمَ هُمْ عَلَی النَّارِ یُفْتَنُوْنَ ۟

په هغه ورځ کې به هغوی په اور سوزولی شي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 51

ذُوْقُوْا فِتْنَتَكُمْ ؕ— هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

هلته به ورته وویل شي اوس خپل عذاب وڅکئ دا همغه څه دي چې تاسې په ډیر تلوار غوښتلو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 51

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

بې له شکه چې له الله نه ډاریدونکي خلک به په باغونو او چینو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 51

اٰخِذِیْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُحْسِنِیْنَ ۟ؕ

د خپل رب ورکړي نعمتونه به په خوښۍ سره اخلي بې له شکه چې دوی له دې نه په مخکې ژوند کې نیکو کاران وو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 51

كَانُوْا قَلِیْلًا مِّنَ الَّیْلِ مَا یَهْجَعُوْنَ ۟

د شپې په ډیره لږه برخه کې ویده کیدل. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 51

وَبِالْاَسْحَارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ ۟

او د شپي په اخرنۍ برخه کې يي بښنه غوښتله. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 51

وَفِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟

او په مالونو کې د سوال ګرو او بې وسو برخه معلومه وه. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 51

وَفِی الْاَرْضِ اٰیٰتٌ لِّلْمُوْقِنِیْنَ ۟ۙ

او په ځمکه کې د باور کوونکو لپاره سخت ډیر دلایل او نښط دي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 51

وَفِیْۤ اَنْفُسِكُمْ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟

او ستاسې په خپلو ځانونو کې ایا تاسې نه ځیر کیږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 51

وَفِی السَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوْعَدُوْنَ ۟

په اسمان کې ستاسې روزې او هغه څه دي چې له تاسې سره يي وعده کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 51

فَوَرَبِّ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِنَّهٗ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَاۤ اَنَّكُمْ تَنْطِقُوْنَ ۟۠

نو د اسمان او ځمکې په رب مې قسم چې دا خبره همداسې واقعیت دی لکه څرنګه چې دا یو واقعیت دی چې تاسې خبرې کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 51

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟ۘ

اې پیغمبره ! د ابراهیم د عزتمنو میلمنو کیسه تاته راغلې ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 51

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ سَلٰمٌ ۚ— قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟

کله چې ابراهیم ته راغلل نو ويي ویل: سلام. ابراهیم وویل: پر تاسو دې سلام وي. څه نا اشنا غوندي خلک دي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 51

فَرَاغَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِیْنٍ ۟ۙ

همغه وخت کور ته والړ او یو چاغ وریت کړی خوسی يي راووړ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 51

فَقَرَّبَهٗۤ اِلَیْهِمْ قَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ

میلمنو ته يي وړاندې او ورته يي وویل: ایا تاسو يې نه خورئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 51

فَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ؕ— قَالُوْا لَا تَخَفْ ؕ— وَبَشَّرُوْهُ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟

هغه وو چې په زړه کې ترې وډار شو. هغوی ورته وویل: مه ډاریږه! او بیا يې د یوه هوښیار هلک زیری ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 51

فَاَقْبَلَتِ امْرَاَتُهٗ فِیْ صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوْزٌ عَقِیْمٌ ۟

ښځه يې په چیغو سر او په داسې حال کې چې مخ يي واهه را وړاندې او ويي ویل زړه او شنډه ښځه! info
التفاسير:

external-link copy
30 : 51

قَالُوْا كَذٰلِكِ ۙ— قَالَ رَبُّكِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟

ملایکو وویل: هو! په همدې ډول ستا رب فرمایلي دي بې له شکه هغه د حکمت څښتن په هر څه پوه دی. info
التفاسير: