የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
107 : 10

وَاِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ ۚ— وَاِنْ یُّرِدْكَ بِخَیْرٍ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهٖ ؕ— یُصِیْبُ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَهُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟

او که الله تاته کوم ضرر ورسوي نو پرته له هغه یې هیڅوک نه شي لرې کولی.او که د کومې ښیګڼي اراده وکړي نو د هغه د مهربانۍ مخه هیڅوک نه شي نیوای.او هغه خپلې ښیګڼې هر هغه چاته رسوي چې خوښه یې ورته وشي.الله پاک ډیر بښونکی خورا مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 10

قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكُمْ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ؕ— وَمَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِوَكِیْلٍ ۟ؕ

ووایه چې:ای خلکو!تاسې ته د خپل رب له لورې حق راغلی دی. نو چې چا سمه لیار خپله کړه د خپل ځان د ګټې لپاره یې روغه لیار ونیوله.او چا چې لیار ورکه کړه نو تاوان یې هم همده ته دی.زه پر تاسې څارونکی نه یم. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 10

وَاتَّبِعْ مَا یُوْحٰۤی اِلَیْكَ وَاصْبِرْ حَتّٰی یَحْكُمَ اللّٰهُ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ ۟۠

او ای محمده!ته په همغه پسې څه چې وحې یې درته کیږي.او تر هغې صبر کوه چې الله پاک پریکړه وکړي.الله خورا ښه پریکړه کوونکی دی. info
التفاسير: