የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል

غاشیه

external-link copy
1 : 88

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ الْغَاشِیَةِ ۟ؕ

آیا تا ته د هغه پټوونکي (آفت) خبر رسېدلی؟ info
التفاسير:

external-link copy
2 : 88

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ خَاشِعَةٌ ۟ۙ

په هغه ورځ به ځينې مخونه سپک (ذلیل) وي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 88

عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ۟ۙ

سخت زيار اېستونکي ستومانه به وي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 88

تَصْلٰی نَارًا حَامِیَةً ۟ۙ

سره اور ته به ور ننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 88

تُسْقٰی مِنْ عَیْنٍ اٰنِیَةٍ ۟ؕ

له خوټېدونکې چينې به (اوبه) ورڅښل کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 88

لَیْسَ لَهُمْ طَعَامٌ اِلَّا مِنْ ضَرِیْعٍ ۟ۙ

د هغوی لپاره به له ترخه اغزي لرونکي بوټي پرته بل خواړه نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 88

لَّا یُسْمِنُ وَلَا یُغْنِیْ مِنْ جُوْعٍ ۟ؕ

نه چاغوي او نه لوږه له منځه وړي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 88

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ نَّاعِمَةٌ ۟ۙ

او ځينې مخونه هغه ورځ خوشحاله وي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 88

لِّسَعْیِهَا رَاضِیَةٌ ۟ۙ

خپلو هڅو ته به خوشحاله وي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 88

فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ

په لوړ جنت کې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 88

لَّا تَسْمَعُ فِیْهَا لَاغِیَةً ۟ؕ

چټيات به پکې نه اوري. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 88

فِیْهَا عَیْنٌ جَارِیَةٌ ۟ۘ

په هغو کې روانه (بهېدونکې) چينه وي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 88

فِیْهَا سُرُرٌ مَّرْفُوْعَةٌ ۟ۙ

اوچت اوچت تختونه پکې دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 88

وَّاَكْوَابٌ مَّوْضُوْعَةٌ ۟ۙ

او ډکې (اېښودل شوې) پيالې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 88

وَّنَمَارِقُ مَصْفُوْفَةٌ ۟ۙ

او کتار بالښتونه به وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 88

وَّزَرَابِیُّ مَبْثُوْثَةٌ ۟ؕ

او غوره فرشونه به وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 88

اَفَلَا یَنْظُرُوْنَ اِلَی الْاِبِلِ كَیْفَ خُلِقَتْ ۟ۥ

ایا هغوی اوښانو ته نه ګوري چې څنګه پیدا کړل شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 88

وَاِلَی السَّمَآءِ كَیْفَ رُفِعَتْ ۟ۥ

او اسمان ته چې څنګه اوچت کړل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 88

وَاِلَی الْجِبَالِ كَیْفَ نُصِبَتْ ۟ۥ

او غرونو ته چې څنګه درول شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 88

وَاِلَی الْاَرْضِ كَیْفَ سُطِحَتْ ۟

او ځمکې ته چې څنګه غوړول شوې ده. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 88

فَذَكِّرْ ۫— اِنَّمَاۤ اَنْتَ مُذَكِّرٌ ۟ؕ

نو نصیحت کوه! ته خو یوازې نصیحت کوونکی یې. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 88

لَسْتَ عَلَیْهِمْ بِمُصَۜیْطِرٍ ۟ۙ

ته پر هغوی جبر کوونکی نه يې. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 88

اِلَّا مَنْ تَوَلّٰی وَكَفَرَ ۟ۙ

پرته له هغه چا چې مخ واړوي او ګقر کوي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 88

فَیُعَذِّبُهُ اللّٰهُ الْعَذَابَ الْاَكْبَرَ ۟ؕ

نو هغه ته به الله سزا ورکړي ښه لويه سزا. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 88

اِنَّ اِلَیْنَاۤ اِیَابَهُمْ ۟ۙ

بېشکه د هغوی را ګرځېدل زموږ لوري ته دي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 88

ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا حِسَابَهُمْ ۟۠

بيا بېشکه حساب هم زموږ پر غاړه دی. info
التفاسير: