የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
41 : 39

اِنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟۠

په رېښتيا مونږ (دا) كتاب په حقه د خلكو لپاره درباندې نازل كړى نو څوك چې په سمه لار برابر شو، (ګټه يې) د خپل ځان لپاره ده او څوك چې بې لارې شو نو له شک پرته پر خپل ځان يې (تاوان) دى او ته ورباندې (ذمه وار) ساتونكى نه يې. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 39

اَللّٰهُ یَتَوَفَّی الْاَنْفُسَ حِیْنَ مَوْتِهَا وَالَّتِیْ لَمْ تَمُتْ فِیْ مَنَامِهَا ۚ— فَیُمْسِكُ الَّتِیْ قَضٰی عَلَیْهَا الْمَوْتَ وَیُرْسِلُ الْاُخْرٰۤی اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟

(همغه) الله د مرګ پر وخت كې ساګانې اخلي او د كومو چې مرګ نه وي راغلى په خوب كې (يې اخلي) بيا چې په هر چا د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي او نورې تر يوې ټاكلې نېټې بېرته راليږي، په دې كې په رېښتيا د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې فکر کوي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 39

اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُفَعَآءَ ؕ— قُلْ اَوَلَوْ كَانُوْا لَا یَمْلِكُوْنَ شَیْـًٔا وَّلَا یَعْقِلُوْنَ ۟

آيا هغوى له الله پرته نور سفارش كوونكي نيولي دي؟ ووايه: آيا كه څه هم هغوى نه د كوم شي واک لري او نه عقل لري؟ info
التفاسير:

external-link copy
44 : 39

قُلْ لِّلّٰهِ الشَّفَاعَةُ جَمِیْعًا ؕ— لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

ورته ووایه: سفارش ټول د الله په واک کې دی همغه لره د اسمانو او ځمكې پاچايي ده، بيا به تاسې (ټول) د همغه لور ته ورګرځول كېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 39

وَاِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَحْدَهُ اشْمَاَزَّتْ قُلُوْبُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاِذَا ذُكِرَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

او كله چې يوازى (يو) الله ياد شي نو د هغو خلكو زړونه كركه كوي چې آخرت نه مني او کله چې له هغه پرته نور ياد شي، يو دم هغوى په خوشالۍ شي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 39

قُلِ اللّٰهُمَّ فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ عٰلِمَ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ اَنْتَ تَحْكُمُ بَیْنَ عِبَادِكَ فِیْ مَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

ووايه: يا الله! د اسمانونو او ځمكې پيدا كوونكيه (او) په پټو او ښكاره پوهېدونكيه! همدا ته به د خپلو بندګانو تر منځ په هغه څه كې پرېکړه كوې چې هغوى به پكې اختلافات كولو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 39

وَلَوْ اَنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ مِنْ سُوْٓءِ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَبَدَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مَا لَمْ یَكُوْنُوْا یَحْتَسِبُوْنَ ۟

او كه د ځمكى ټول شته او ورسره همدومره نور د هغو خلكو وي چې ظلمونه يې كړي، نو د قيامت په ورځ به يې د ناكاره عذاب بدله كې خامخا وركړي، او هغوى ته به دالله لخوا هغه څه ورڅرګند شي چې (هيڅ) ګومان يې نه كولو. info
التفاسير: