የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
94 : 2

قُلْ اِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ عِنْدَ اللّٰهِ خَالِصَةً مِّنْ دُوْنِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

دوی ته ووایه (اې محمده!) که چېرې د آخرت كور له نورو ټولو انسانانو پرته يوازې تاسو له پاره خاص ګرځول شوی وي، نو تاسې ته ښايي چې د مرګ غوښتنه وکړئ كه تاسې رښتیني یاست. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 2

وَلَنْ یَّتَمَنَّوْهُ اَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟

او هیڅکله به د مرګ هیله ونه کړي، په سبب د هغو عملونو چې د دوی لاسونو وړاندې لېږلي دي او الله د ظالمانو په (احوالو) ښه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 2

وَلَتَجِدَنَّهُمْ اَحْرَصَ النَّاسِ عَلٰی حَیٰوةٍ ۛۚ— وَمِنَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا ۛۚ— یَوَدُّ اَحَدُهُمْ لَوْ یُعَمَّرُ اَلْفَ سَنَةٍ ۚ— وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهٖ مِنَ الْعَذَابِ اَنْ یُّعَمَّرَ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟۠

او ته به هرومرو دوی له بل هر چا څخه پر ژوند ډېر حريصان ومومې او له مشرکانو څخه هم ډېر حریصان دي، هر یو د دوی (یهودو) خوښوي چې کاش زر کاله عمر وکړي او نه دی دا (ډېر عمر) ده لره د عذاب څخه خلاصوونکی، دا چې ډیر عمر ورکړل شي، او الله ښه لیدونکی دی په هر څه چې دوی يې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 2

قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِیْلَ فَاِنَّهٗ نَزَّلَهٗ عَلٰی قَلْبِكَ بِاِذْنِ اللّٰهِ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ وَهُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

ووایه (اې محمده!) هر څوک چې د جبریل دښمن وي (نو ودې مري له قهره!) ځکه چې هغه (جبریل) نازل کړی دی قرآن ستا پر زړه په اذن (او حکم) د الله په داسې حال کې چې تصدیق کوونکی دی (دا کتاب) د هغو کتابونو چې پخوا له ده دی، او لارښوونکی دی او زیری ورکوونکی دی مؤمنانو ته. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 2

مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّلّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَرُسُلِهٖ وَجِبْرِیْلَ وَمِیْكٰىلَ فَاِنَّ اللّٰهَ عَدُوٌّ لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟

څوك چې د الله او د هغه د پرښتو او د هغه د پېغمبرانو او د جبريل او ميكائيل دښمن وي نو الله د دې كافرانو دښمن دى. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 2

وَلَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ۚ— وَمَا یَكْفُرُ بِهَاۤ اِلَّا الْفٰسِقُوْنَ ۟

او په تحقیق مونږ تاته روښانه آیاتونه نازل کړي دي او له فاسقانو پرته بل څوک پرې نه کافر کېږي. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 2

اَوَكُلَّمَا عٰهَدُوْا عَهْدًا نَّبَذَهٗ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

او هر کله چې دوی یو عهد (هوډ) کړی، نو له دوی څخه یوې دلې هغه مات کړی دی، بلكې ډېری کسان د دوی (د زړه له كومي) ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 2

وَلَمَّا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِیْقٌ مِّنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ ۙۗ— كِتٰبَ اللّٰهِ وَرَآءَ ظُهُوْرِهِمْ كَاَنَّهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ؗ

او هر کله چې راغی دوی ته رسول (محمد) له طرفه د الله چې تصدیقوونکی دی د هغه کتاب (تورات) چې له دوی سره دی، نو له دې اهل كتابو څخه يوې ډلې د الله كتاب په داسې شان شاته وغورځاوه ، لكه چې دوى په هېڅ نه پوهېږي. info
التفاسير: