የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
24 : 48

وَهُوَ الَّذِیْ كَفَّ اَیْدِیَهُمْ عَنْكُمْ وَاَیْدِیَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ اَنْ اَظْفَرَكُمْ عَلَیْهِمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرًا ۟

او الله همغه ذات دی چې د مشرکانو لاسونه يې له تاسو ايسار کړل کله چې شاوخا اتيا کسانو غوښتل په حديبيه کې تاسو ته ضرر ورسوي، او ستاسو لاسونه يې له هغوی ايسار کړل، چې نه مو هغوی ووژل او نه مو آزار کړل، بلکې هغوی مو وروسته له دې آزاد کړل چې د هغوی پر نيولو یې ځواکمن کړئ، او الله د هغه څه ليدونکی و چې کول مو، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 48

هُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْیَ مَعْكُوْفًا اَنْ یَّبْلُغَ مَحِلَّهٗ ؕ— وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُوْنَ وَنِسَآءٌ مُّؤْمِنٰتٌ لَّمْ تَعْلَمُوْهُمْ اَنْ تَطَـُٔوْهُمْ فَتُصِیْبَكُمْ مِّنْهُمْ مَّعَرَّةٌ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۚ— لِیُدْخِلَ اللّٰهُ فِیْ رَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— لَوْ تَزَیَّلُوْا لَعَذَّبْنَا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟

هغوی داسې کسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، او تاسو يې د مسجد حرام څخه ايسار کړي ياست، اود قربانۍ څاروي يې ايسار کړي چې د حلالې ځای حرم ته له رسېدو بند پاتې شوي دي، او که چېرې پر الله باور کوونکي نارينه او پر هغه باورکوونکې ښځې نه وای چې تاسو يې نه پېژنئ کېدای شي له کافرانو سره يې يوځای ووژنئ، چې د وژلو له امله به يې پرتاسو ګناه او ديت راشي پرته له دې چې تاسې پرې پوه وئ، نو تاسې ته به يې د مکې د فتحې پر مهال اجازه درکړې وای ترڅو الله په خپله لورېينه کې د مؤمنانو غوندې په مکه کې هغه څوک داخل کړي چې غواړي يې، که چېرې هغه کسان چې کفر يې کړی په مکه کې له مؤمنانو بېل شي هرومرو به موږ هغو کسانو ته چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی دردوونکې سزا ورکړو. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 48

اِذْ جَعَلَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْحَمِیَّةَ حَمِیَّةَ الْجَاهِلِیَّةِ فَاَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَعَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَاَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوٰی وَكَانُوْۤا اَحَقَّ بِهَا وَاَهْلَهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟۠

کله چې هغوکسانو چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی وو په خپلو زړونو کې ننګ واچولو د جاهليت ننګ چې د حق له ثابتولو سره يې هيڅ تړاو نه لرلو بلکې د هوسونو سره تړاو لرلو، نو د حديبيې په کال يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ورننوتلو ننګ وکړ، د دغې خبرې له وېرې چې هغه پرې برلاسی شو، نو الله له خپل لوري پر رسول يې ډاډ را نازل کړ او پر مؤمنانو يې هم را نازل کړ، نو پر هغوی د مشرکانو مقابلې ته د هغوی د کړنې غوندې غوسه رانغله، او الله پر مؤمنانو حق کلمه لازمه کړه چې هغه لااله الا الله ده، او دا چې د هغې حق پر ځای کړي چې هغوی پر ځای هم کړ، او مؤمنان د نورو په پرتله ډېر د دغې کلمې حقداره وو، او د دغې کلمې وړ وو ځکه الله د هغوی په زړونو کې پر ښېګڼه پوهېدی، او الله پر هرڅه ښه پوه و او له هغه هيڅ هم نه پټيږي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 48

لَقَدْ صَدَقَ اللّٰهُ رَسُوْلَهُ الرُّءْیَا بِالْحَقِّ ۚ— لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ اٰمِنِیْنَ ۙ— مُحَلِّقِیْنَ رُءُوْسَكُمْ وَمُقَصِّرِیْنَ ۙ— لَا تَخَافُوْنَ ؕ— فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوْا فَجَعَلَ مِنْ دُوْنِ ذٰلِكَ فَتْحًا قَرِیْبًا ۟

پرته له شکه چې الله خپل رسول ته په حقه خوب ور رېښتينی کړ کله چې هغه خپل ځان په خوب کې وليد او خپل ملګري يې پرې خبرل کړل، هغه دا چې هغه او ملګري يې د الله کور حرام ته له خپل دښمنه څخه په امن کې ننوځي، ځينې يې د خپلو سرونو خريونکي او ځينې نور يې لنډوونکي وو چې د حج د مراسمو د پای ته رسېدو څرګندوينه يې کوله. نو ای مؤمنانو الله ستاسو پر مصلحت پوه و، چې تاسو په خپله پرې نه پوهېدئ، نو د خوب له ثابتوالي پرته چې مکې ته داخلیدل و همدغه کال یې نېږدې فتحه (بريا) وګرځوله، او د خيبر فتحه يې ورپسې کړه د هغو مؤمنانو پر لاس چې په حديبيه کې حاضر شوي وو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 48

هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَدِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟ؕ

الله همغه ذات دی چې خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې له څرګند بيان او داسې حق دين سره لېږلی چې هغه د اسلام دين دی، ترڅو يې پر نورو ټولومخالفو دينونو لوړ کړي، او پرته له شکه الله پر دې شاهدي ورکړې او الله د شاهد په توګه بسنه کوي. info
التفاسير:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• الصد عن سبيل الله جريمة يستحق أصحابها العذاب الأليم.
د الله له لارې راګرځول داسې يوه ګناه ده چې څښتنان يې د دردوونکي عذاب وړ دي. info

• تدبير الله لمصالح عباده فوق مستوى علمهم المحدود.
د الله د خپلو بندګانو د ګټو لپاره تدبير د هغوی د محدودې پوهې تر کچې لوړ دی. info

• التحذير من استبدال رابطة الدين بحمية النسب أو الجاهلية.
د دين اړيکې د نسب او جاهليت د ننګ پر اړيکه له بدلولو څخه ډارول. info

• ظهور دين الإسلام سُنَّة ووعد إلهي تحقق.
د اسلام د دين برلاسي کول يو الهي سنت او ژمنه ده چې ثابته شوه. info