የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
40 : 26

لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ اِنْ كَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

په دې هيله چې موږ به په دين کې د کوډګرو پيروي وکړو، که چېرې هغوی لره پر موسی برلاسي وه. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 26

فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالُوْا لِفِرْعَوْنَ اَىِٕنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

نو کله چې کوډګر فرعون ته راغلل تر څو پر موسی برلاسي شي، هغه ته يې وويل: آيا موږ ته به کومه مادي يا معنوي بدله وي که چېرې موږ لره پر موسی برلاسی و. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 26

قَالَ نَعَمْ وَاِنَّكُمْ اِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟

فرعون هغوی ته وويل: هو تاسو لره به بدله وي، د هغه پرخلاف ستاسو د بريا په حالت کې به تاسو زما له نږدې کسانو څخه وئ چې لوړې رتبې به درکړم. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 26

قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟

موسی په داسې حال کې چې د الله پر مرسته باوري او د دې خبرې بيانوونکی و چې څه له هغه سره دي هغه کوډې نه دي، هغوی ته يې وويل: وغورځوئ هغه رسۍ او لکڼې تاسو يې غورځوونکي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 26

فَاَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِیَّهُمْ وَقَالُوْا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ اِنَّا لَنَحْنُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

هغوی خپلې رسۍ او لکڼې و غورځولې او د غورځولو پر مهال يې وويل: د فرعون پر لويۍ موږ برلاسي يو، او موسی به مغلوب وي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 26

فَاَلْقٰی مُوْسٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚۖ

موسی چې لکڼه وغورځوله، هغه ماروګرځېدله؛ نو هغې سملاسي هغه څه تېرول پيل کړل چې خلکو ته يې له کوډو څه ښکارول. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 26

فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَ ۟ۙ

کله چې کوډګرو د موسی لکڼه وليدله چې د هغوی غورځول شوي د کوډو توکي يې تېرول، سملاسي په سجده پرېوتل. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 26

قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

هغوی وويل: موږ د ټولو مخلوقاتو پر پالونکي ايمان راوړ. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 26

رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟

د موسی او هارون عليهما السلام پر پالونکي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 26

قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۚ— فَلَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ؕ۬— لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّلَاُوصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ

فرعون، د کوډګرو د ايمان پر بد ګيلو سره وويل: آيا تاسو مخکې له دې چې زه اجازه درته وکړم پر موسی ايمان راوړ؟! پرته له شکه همدغه موسی ستاسو هغه مشر و چې تاسو ته يې کوډې درښودلې وې او تاسو ټول په يوه خوله شوي ياست تر څو د مصر خلک له خپل ښاره وباسئ؛ نو ژر به پوه شئ چې زه څنګه سزا درکوم، هرومرو به د هر يوه د يو لوري پښه د بل لوري لاس چې ښۍ پښه او چپ لاس يا سرچپه ور پرې کړم، او هرومرو به تاسو ټول د خرماوو پر ونو را وځړوم او هيڅوک به له تاسو پرې نه ږدم. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 26

قَالُوْا لَا ضَیْرَ ؗ— اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ

کوډګرو، فرعون ته وويل: په دنيا کې چې د کومو پرې کولو او ځړولو ګوت څنډنه راته کوې، هغه دومره تاواني نه دی، ستا سزا پای ته رسېدونکې ده، موږ خپل پالونکي ته ورتلونکي يو او موږ په خپله تلپاتې پېرزوينه کې داخل کړي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 26

اِنَّا نَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطٰیٰنَاۤ اَنْ كُنَّاۤ اَوَّلَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ۠

موږ هيله لرو چې الله زموږ هغه پخوانۍ تېروتنې له منځه يوسي کومې چې مو ترسره کړي دي د دې له امله چې موږ تر ټولو لومړی پر موسی ايمان راوړ او هغه مو رېښينی وبللو. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 26

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْۤ اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟

او موسی ته مو د امر کوونکو په توګه وحي وکړه، چې بني اسرائيل د شپې له لوري دررسره روان کړه، ځکه فرعون او څوک چې له هغه دي ورپسې دي تر څو یې بیرته راوګرځوي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 26

فَاَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۚ

نو فرعون ځنې عسکر ښارونو ته ولیږل تر څو نورې لښکرې راغونډې کړي او بني اسرائیل یې پر مټ بیرته راوګرځوي، هغه مهال چې فرعون یې له مصر څخه په تللو پوه شو. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 26

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِیْلُوْنَ ۟ۙ

فرعون د بني اسرائلو په کم ګڼلو سره وويل: دغه بني اسرائيل يوه کوچنۍ ډله ده. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 26

وَاِنَّهُمْ لَنَا لَغَآىِٕظُوْنَ ۟ۙ

او هغوی د هغه څه کوونکي دي چې موږ پر هغوی په غوسه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 26

وَاِنَّا لَجَمِیْعٌ حٰذِرُوْنَ ۟ؕ

او پرته له شکه موږ هغوی ته چمتو او بيداره يو. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 26

فَاَخْرَجْنٰهُمْ مِّنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

نو فرعون او د هغه قوم مو د مصر د زياتو باغونو او د اوبو چينو لرونکې ځمکې را ويستل. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 26

وَّكُنُوْزٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ

د مال لرونکو خزانو اوښکلو ځايونو څخه. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 26

كَذٰلِكَ ؕ— وَاَوْرَثْنٰهَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

لکه څنګه مو چې فرعون او د هغه قوم له دغو نعمتونو څخه واېستل، له هغوی وروسته مو د شام په ښارونو کې، بني اسرائيلو ته دغه نعمتونه ورکړل. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 26

فَاَتْبَعُوْهُمْ مُّشْرِقِیْنَ ۟

نو فرعون او د هغه قوم د لمر د ښه راپورته کېدو پر مهال په بني اسرائيلو پسې شول. info
التفاسير:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• العلاقة بين أهل الباطل هي المصالح المادية.
د باطل پرستو تر منځه اړیکي یوازې مادي ګټې دي. info

• ثقة موسى بالنصر على السحرة تصديقًا لوعد ربه.
د کوډګرو پر خلاف د موسی پر خپله بريا باوري کېدل د خپل پالونکي د ژمنې رېښتيني ګڼل دي. info

• إيمان السحرة برهان على أن الله هو مُصَرِّف القلوب يصرفها كيف يشاء.
د کوډګرو ايمان راوړل د دې خبرې دليل دی چې الله د زړونو اړوونکی دی څنګه چې غواړي اړوي يې. info

• الطغيان والظلم من أسباب زوال الملك.
سرکښي او ظلم د قدرت د لمنځه تللو له لاملونو څخه دي. info