የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ

اسراء

ከመዕራፉ ዓላማዎች:
تثبيت الله لرسوله صلى الله عليه وسلم وتأييده بالآيات البينات، وبشارته بالنصر والثبات.
د الله له لوري په څرګندو نښانو سره د خپل رسول - صلی الله عليه وسلم - تثبيت او تاييد ، په مرسته او ثابت پاتې کېدلو هغه ته زيری ورکول. info

external-link copy
1 : 17

سُبْحٰنَ الَّذِیْۤ اَسْرٰی بِعَبْدِهٖ لَیْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اِلَی الْمَسْجِدِ الْاَقْصَا الَّذِیْ بٰرَكْنَا حَوْلَهٗ لِنُرِیَهٗ مِنْ اٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟

پاک دی الله تعالی او لوی دی؛ د وجې د قدرت د هغه نه په هغه څه چې هیڅوک پرې قادر نه دی، نو الله تعالی هغه ذات دی چې بیولی ېې و خپل بنده محمد -صلی الله علیه وسلم- په روح او بدن سره په ویښه په یوه حصه د شپې کې د مسجد حرام نه بیت المقدس جومات ته هغه چې برکت اچولی مونږ ګیرچاپیره د هغه نه په میوو او فصلونو سره او په ځايونو د اوسیدلو د پیغمبرانو -علیهم السلام-؛ د دې لپاره چې وویني بعضې زمونږ د نښو نه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په قدرت باندې، یقینا الله تعالی ښه اوریدونکی دی هیڅ د اوریدلو وړ شی پرې پټ نشي پاتې کیدلی، ښه لیدونکی دی هیڅ د لیدلو وړ شی ترې پټ نشي پاتی کیدلی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 17

وَاٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اَلَّا تَتَّخِذُوْا مِنْ دُوْنِیْ وَكِیْلًا ۟ؕ

او ورکړی و مونږ موسی -علیه السلام- ته تورات او ګرځولی و مونږ دې لره هدایت کوونکی او ښودونکی بني اسرایېلو لره، او مونږ بني اسرایېلو ته ویلي و: مه نیسئ پرته زما څخه څوک ذمه وار چې خپل کارونه ورته سپارئ، بلکې یواځې په ما باندې ځان وسپارئ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 17

ذُرِّیَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَبْدًا شَكُوْرًا ۟

تاسې د اولادې د هغه چا څخه یاست چې مونږ په هغوی باندې انعام کړی وو په خلاصۍ سره د نوح -علیه السلام- په ملګرتیا کې د غرقیدو نه د اوبو په طوفان کې، نو دا نعمت را په یاد کړئ، او د الله تعالی شکر وباسئ یواځي د هغه په بندګۍ کولو او تابعدارۍ کولو سره، او په دې کې تاسې د نوح -علیه السلام- تابعداري وکړئ، ځکه چې هغه الله تعالی ته ډیر شکر ایستونکی و. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 17

وَقَضَیْنَاۤ اِلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ فِی الْكِتٰبِ لَتُفْسِدُنَّ فِی الْاَرْضِ مَرَّتَیْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِیْرًا ۟

او خبر ورکړی وو مونږ بني اسرایېلو ته په تورات کې چې یقینا خامخا به دوی په ځمکه کې فساد کوي په ګناهونو کولو او په تکبر کولو سره دوه ځله، او خامخا به دوی په خلکو باندې لويي کوي په ظلم او زیاتي کولو سره تیریدونکي به وي د حد نه په دوی باندې په لویي کولو کې. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 17

فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ اُوْلٰىهُمَا بَعَثْنَا عَلَیْكُمْ عِبَادًا لَّنَاۤ اُولِیْ بَاْسٍ شَدِیْدٍ فَجَاسُوْا خِلٰلَ الدِّیَارِ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُوْلًا ۟

نو کله چې واقع شو د دوی نه اول ځل فساد مونږ په دوی باندې زمونږ داسې بندګان مسلط کړل چې خاوندان د طاقت او سخت جنګ وو چې دوی یې وژل او شړل، او ګرځیدل د دوی د کورونو په منځ کې خرابول ې هغه څه چې دوی پرې ورتیریدل، او دا وعده وه د الله تعالی په دې کار سره خامخا دا واقع کیدونکی وه. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 17

ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَیْهِمْ وَاَمْدَدْنٰكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَجَعَلْنٰكُمْ اَكْثَرَ نَفِیْرًا ۟

بیا مونږ بیرته تاسې ته غلبه او حکومت درکړ -ای بني اسرایېلو- په هغه چا باندې چې په تاسې مسلط کړی شوي وو کله چې تاسې الله تعالی ته توبه وویستله، او زیات مو کړل تاسې لره مالونه وروسته د هغې نه چې ستاسې نه په زور اخیستل شوي و، او زامن مو درکړل وروسته د غلامان کیدلو د هغوی نه، او ومو ګرځولئ تاسې ډیره ډله ستاسې د دښمن نه. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 17

اِنْ اَحْسَنْتُمْ اَحْسَنْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ ۫— وَاِنْ اَسَاْتُمْ فَلَهَا ؕ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ الْاٰخِرَةِ لِیَسُوْٓءٗا وُجُوْهَكُمْ وَلِیَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوْهُ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّلِیُتَبِّرُوْا مَا عَلَوْا تَتْبِیْرًا ۟

که تاسې ښایسته کړئ -ای بني اسرایېلو- عملونه خپل، او په سمه توګه مو عملونه وکړل، نو د دې بدله ستاسې د فایدې لپاره ده، نو پس الله تعالی بې نیازه دی ستاسې د عملونو نه، او که چیرته تاسې بد کارونه وکړئ نو د هغه انجام هم په تاسې دی، نو پس الله تعالی ته ستاسې نیکي هیڅ فایده نشي رسولی، او ستاسې بدي ورته هیڅ ضرر نشي رسولی، نو کله چې دویم ځل فساد تاسې وکړ، مونږ به په تاسې ستاسې دښمنان مسلط کړو د دې لپاره چې تاسې ذلیل کړي، او بدوالی او ذلت به ستاسې په مخونو باندې ښکاره وګرځوي، د هغو بی عزتیو د وجې نه چې تاسې ته به یې دررسوي، او د دې لپاره چې بیت المقدس ته به ننوځي او خراب به یې کړي لکه څرنګه چې ورته اول ځل ننوتلي وو او خراب کړی یې و، او د دې لپاره چې ورانه به کړي هغه برخه د ښار چې دوی پرې غلبه حاصله کړي په پوره توګه هلاکولو سره. info
التفاسير:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• في قوله: ﴿الْمَسْجِدِ الْأَقْصَا﴾: إشارة لدخوله في حكم الإسلام؛ لأن المسجد موطن عبادةِ المسلمين.
د الله تعالی په دې وینا کې: [المسجد الأقصا]: کې اشاره ده د حسابولو د هغه په حکم د اسلام کې دی؛ ځکه چې جومات د مسلمانانو د عبادت ځای دی. info

• بيان فضيلة الشكر، والاقتداء بالشاكرين من الأنبياء والمرسلين.
د شکر د فضیلت بیان، او تلل په شکر ایستونکو پسې د پیغمبرانو او رسولانو نه. info

• من حكمة الله وسُنَّته أن يبعث على المفسدين من يمنعهم من الفساد؛ لتتحقق حكمة الله في الإصلاح.
د الله له حکمت څخه دا دي چې پر ورانکارو داسې څوک ور ليږي چې له ورانکارۍ يې را وګرځوي، تر څو په اصلاح کې د الله حکمت ثابت شي. info

• التحذير لهذه الأمة من العمل بالمعاصي؛ لئلا يصيبهم ما أصاب بني إسرائيل، فسُنَّة الله واحدة لا تتبدل ولا تتحول.
دې امت ته ویره او خبرداری ورکول دي د ګناهونو کولو نه؛ د دې لپاره چې دوی ته د بني اسرایېلو په شان عذابونه ونه رسیږي، نو پس ځکه چې د الله تعالی طریقه یوه ده نه بدلیږي او نه بل ته طرف ته اوړي. info