የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
27 : 16

ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یُخْزِیْهِمْ وَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تُشَآقُّوْنَ فِیْهِمْ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ اِنَّ الْخِزْیَ الْیَوْمَ وَالسُّوْٓءَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ

بیا به د قیامت په ورځ سپک کړي دوی لره الله تعالی په عذاب سره، او وبه يې شرموي، او ورته به ووايې: څه شول شریکان زما هغه چې تاسې شریکان کول زما سره په بندګۍ کې، او تاسې به زما د پیغمبرانو او د مومنانو سره د هغوی په وجه دښمني کوله؟ وبه وايې هغه حقپرست علماء: بیشکه رسوايې او عذاب د قیامت د ورځې خامخا واقع کیدونکی دی په کافرانو باندې. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 16

الَّذِیْنَ تَتَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ ظَالِمِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۪— فَاَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوْٓءٍ ؕ— بَلٰۤی اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

هغه کسان دي چې اخلي به ساګانې د هغوی ملک الموت او د هغه ملګري د ملاېکو نه او حال دا چې دوی پوښلي ځانونه خپل په ظلم سره په کفر کولو په الله تعالی باندې، نو دوی غاړه کیښوده تسلیم شول په دوی باندې د مرګ د راتللو د وجې نه، او دوی انکار وکړ، د هغه کفر او ګناهونو څخه چې دوی پکې وو؛ د دوی دا ګومان و چې ګویا کې دا انکار به دوی ته فایده ورسوي، نو دوی ته به وویل شي: تاسې دروغ وايې، بیشکه تاسې کافرانو وئ ګناهونه مو کول، بیشکه الله تعالی پوهه دی په هغو عملونو چې تاسې په دنیا کې کول، په هغه باندې د دې نه هیڅ شي پټ نشي پاتي کیدلی، او خامخا به درله پرې سزا درکوي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 16

فَادْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— فَلَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟

او دوی ته به وویل شي: ننوځئ ستاسو د عملونو مطابق دروازو د جهنم ته تل به پدې کې اوسیږئ همیشه، نو خامخا ډیر بد دی ځای د اوسیدلو د هغه چا لپاره چې لويي کوي د ایمان راوړلو نه په الله تعالی باندې او د هغه یواځي بندګۍ کولو نه. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 16

وَقِیْلَ لِلَّذِیْنَ اتَّقَوْا مَاذَاۤ اَنْزَلَ رَبُّكُمْ ؕ— قَالُوْا خَیْرًا ؕ— لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌ ؕ— وَلَدَارُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ ؕ— وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ

او وبه ویل شي هغو کسانو ته چې ویریدلي د خپل رب څخه په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو د هغه د نواهیو څخه: ستاسو رب پر محمد صلی الله علیه وسلم باندې څه شي رالیږلي دي؟ هغوی جواب ورکړ: الله تعالی ډیر لوی خیر رالیږلی، د هغو کسانو لپاره چې د الله تعالی بندګي يې په ښه ډول کړې ده او د هغه د بندګانو سره يې په دې دنیا کې ښایسته سلوک او تعامل کړی بدلې ښایسته دي، د هغې نه کامیابي او د رزق پراخي ده، او هغه ثواب چې الله تعالی په اخرت کې دوی لره تیار کړی ډیر غوره دی د هغه نه چې دوی لره يې په دنیا کې په تلوار سره ورکړی، او خامخا ډیر غوره دی کور د تقوی کوونکو خپل رب ته په عملي کولو د هغه د حکمونو او په ځان ساتلو سره د هغه د نواهیو څخه چې هغه د اخرت کور دی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 16

جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ لَهُمْ فِیْهَا مَا یَشَآءُوْنَ ؕ— كَذٰلِكَ یَجْزِی اللّٰهُ الْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ

جنتونه د اوسیدلو او د ارامتیا دي دوی به ورته ورننوځي، بهیږي به لاندې د ماڼیو او د ونو د هغو ویالې، دوی لره به په دې جنتونو کې هغه څه وي چې د دوی نفسونه يې غواړي د خوراکونو او څښاک او نورو شیانو څخه، او د دې بدلې په شان چې الله تعالی يې د محمد صلی الله علیه وسلم د امت څخه متقیانو ته ورکوي د پخوانیو امتونو متقیانو ته به هم ورکولی شي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 16

الَّذِیْنَ تَتَوَفّٰىهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ طَیِّبِیْنَ ۙ— یَقُوْلُوْنَ سَلٰمٌ عَلَیْكُمُ ۙ— ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

هغه کسان چې ساه اخلي ملک الموت او د هغه ملګري د هغوی نه پداسې حال کې چې د هغوی زړونه د کفر نه پاک وي، ملاېکې به ورته داسې وايې: سلام دي وي پرتاسې، د هر یو مصیبت نه په امن کې یاستئ، ننوځئ تاسې جنت ته په سبب د هغو عملونو چې تاسې کول په دنیا کې د صحیح عقیدې او نیک عمل څخه. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 16

هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَوْ یَاْتِیَ اَمْرُ رَبِّكَ ؕ— كَذٰلِكَ فَعَلَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّٰهُ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

انتظار نه کوي دا مشرکین دروغجن ګڼوونکي مګر د دې خبرې چې راشي دوی ته ملک الموت او د هغه ملګري د ملاېکو نه د دوی د ساه ګانو د اخیستلو او د دوی د مخونو او شاګانو دوهلو لپاره، او یا راشي دوی ته د الله تعالی حکم په بیخ کندۍ کولو د دوی سره په عذاب باندې په دنیا کې؟ د دې کار په شان کار چې د مکې مشرکانو په مکه کې کاوه د دوی نه مخکې مشرکینو هم کاوه نو الله تعالی هغوی هلاک کړل، او په دوې يې ظلم نه و کړی کله چې يې هلاکول، بلکې دوی په خپلو ځانونو باندې ظلم کاوه په وروستلو د هغوی ځایونو د هلاکت ته په الله تعالی باندې په کفر کولو سره. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 16

فَاَصَابَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا عَمِلُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

نو په دوی باندې د دوی د هغو عملونو سزاګانې نازلې شوې کوم چې دوی کول، او دوی هغه عذاب راګیر کړل چې دوی پسې مسخرې کولی کله چې به ورته پرې پند ورکړی شو. info
التفاسير:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• فضيلة أهل العلم، وأنهم الناطقون بالحق في الدنيا ويوم يقوم الأشهاد، وأن لقولهم اعتبارًا عند الله وعند خلقه.
د اهل علم (علماوو) فضیلت، او یقینا دوی ګویا دي په حق باندې په دنیا کې او په هغه ورځ چې ګواهي کوونکي به راپاڅیږي (د قیامت ورځ)، او د دوی وینا د الله تعالی په نزد هم مقبوله ده او د هغه د مخلوقاتو په نزد هم مقبوله ده. info

• من أدب الملائكة مع الله أنهم أسندوا العلم إلى الله دون أن يقولوا: إنا نعلم ما كنتم تعملون، وإشعارًا بأنهم ما علموا ذلك إلا بتعليم من الله تعالى.
د ملاېکو د الله تعالی سره د ادب څخه دا دی چې دوی د علم نسبت الله تعالی ته وکړ پرته لدې چې ووايې: چې یقینا مونږ پوهیږو په هغه څه چې تاسې کول، او په دې کې خبر ورکول دي چې یقینا دوی په دې نه پوهیدل مګر د الله تعالی له طرفه دوی ته دا ښودل شوي وو. info

• من كرم الله وجوده أنه يعطي أهل الجنة كل ما تمنوه عليه، حتى إنه يُذَكِّرهم أشياء من النعيم لم تخطر على قلوبهم.
د الله تعالی د کرم او سخا څخه دادي چې هغه جنتیانو ته هر هغه څه ورکوي چې هغوی يې تمنا او ارزو وکړي، تر دې چې داسې نعمتونه ورته یادوي چې د دوی په زړونو بیخې راغلي هم نه وي. info

• العمل هو السبب والأصل في دخول الجنة والنجاة من النار، وذلك يحصل برحمة الله ومنَّته على المؤمنين لا بحولهم وقوتهم.
عمل او نیکې سبب او اصل دی د جنت په ننوتلو او د اور څخه په خلاصۍ کې، او دا حاصلیږي د الله تعالی په رحمت او احسان سره په مومنانو باندې نه د هغوي په قدرت او طاقت سره. info