የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ

የገፅ ቁጥር:close

external-link copy
107 : 10

وَاِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ ۚ— وَاِنْ یُّرِدْكَ بِخَیْرٍ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهٖ ؕ— یُصِیْبُ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَهُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟

ای پېغمبره! که چېرې الله کوم کړاو درته ورسوي او د ګرځولو طلب یې درڅخه وکړای شي؛ نو له هغه پاک ذات پرته بل کوم ګرځوونکی نشته، که هغه د کومې پېرزوينې ارداه درته ولري؛ نو څوک نشته چې د هغه پېرزوينه در څخه وګرځوي، له بندګانو چې چاته وغواړي خپله پېرزوينه ورته رسوي، هغه لره کوم اړ اېستونکی نشته او له بندګانو يې د هغه چا لپاره ډېر بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 10

قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكُمْ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ؕ— وَمَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِوَكِیْلٍ ۟ؕ

ای رسوله! ووايه: ای خکو! بېشکه د خپل پالونکي لخوا نازل کړل شوی قران درته راغی، څوک چې په سمه لاره شو او ايمان يې پرې راوړ؛ نو ګټه يې همغه ته ور ګرځېدونکې ده، ځکه الله د بندګانو له پيروۍ بې پروا دی، څوک چې لارورکی شو؛ نو د لارورکۍ اغېز يې يوازې پرخپل ځان دی، الله ته يې د بندګانو سرغړونه زيان نه رسوي، ته پر هغوی څارونکی نه يې، زه مو کړنې څارم او پر هغو حساب درسره کوم. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 10

وَاتَّبِعْ مَا یُوْحٰۤی اِلَیْكَ وَاصْبِرْ حَتّٰی یَحْكُمَ اللّٰهُ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ ۟۠

ای رسوله! د هغه څه پيروي وکړه چې پالونکی يې دې درته وحي کوي او عمل پرې وکړه، او له قوم څخه دې د هغه چا پر تکليف چې مخالفت دې کوي او د کوم څه پر رسولو چې امر درته شوی د هغو پر رسولو صبر وکړه، همدغه ته دوام ورکړه ترڅو الله د هغوی ترمنځ په خپله پرېکړه سره پرېکړه وکړي چې په دنيا کې د هغوی پر خلاف ستا مرسته کول دي او په آخرت کې هغوی ته سزا ورکول دي که چېرې پر کفر مړه شي. info
التفاسير:
ከአንቀጾቹ የምንማራቸዉ ቁም ነገሮች:
• إن الخير والشر والنفع والضر بيد الله دون ما سواه.
بېشکه خير او شر، ګټه او زيان د الله په لاس کې دي نه د بل چا په لاس کې. info

• وجوب اتباع الكتاب والسُّنَّة والصبر على الأذى وانتظار الفرج من الله.
د کتاب او سنتو د پيروۍ واجبوالی پر کړاو صبر او د الله له لوري د هوساينې انتظار. info

• آيات القرآن محكمة لا يوجد فيها خلل ولا باطل، وقد فُصِّلت الأحكام فيها تفصيلًا تامَّا.
د قرآن آيتونه محکم دي په هغو کې هيڅ نيمګړتيا او باطل نشته او په هغو کې حکمونه په پوره تفصيل سره بيان کړل شوي دي. info

• وجوب المسارعة إلى التوبة والندم على الذنوب لنيل المطلوب والنجاة من المرهوب.
توبې او پر ګناهونو پښېمانۍ ته د بيړې کولو واجبوالی د موخې د ترلاسه کولو او له وېرې د خلاصون لپاره. info