《古兰经》译解 - 普什图语版古兰经简明注释。

external-link copy
33 : 34

وَقَالَ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا بَلْ مَكْرُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ اِذْ تَاْمُرُوْنَنَاۤ اَنْ نَّكْفُرَ بِاللّٰهِ وَنَجْعَلَ لَهٗۤ اَنْدَادًا ؕ— وَاَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ ؕ— وَجَعَلْنَا الْاَغْلٰلَ فِیْۤ اَعْنَاقِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— هَلْ یُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

او هغه پېرو خلک چې خپلو سردارانو کمزوري کړي وو، خپلو له حقه لويي کوونکو مشرانو ته وويل: بلکې ستاسې شپه او ورځ چل موږ له لارښوونې را ګرځولي وو، کله چې تاسې پر الله د کفر او له هغه پرته د مخلوقاتو د لمانځلو امر راته کولو، هغوی به پښېماني ښکاره کړي پر هغه کفر چې په دنيا کې پرې وو، کله چې عذاب وويني او پوه شي چې سزا ورکول کيږي، او موږ د کافرانو په غاړو کې ځنځيرونه ور اچولي، هغوی ته دغه سزا يوازې له دې امله ورکول کيږي چې په دنيا کې يې له الله پرته د نورو عبادت کولو او ګناهونه يې ترسره کول.
info
التفاسير:
这业中每段经文的优越:
• تبرؤ الأتباع والمتبوعين بعضهم من بعض، لا يُعْفِي كلًّا من مسؤوليته.
د پيروانو او د هغوی د مشرانو له يو او بل څخه بېزاري د يو او بل مسؤوليت له منځه نه وړي. info

• الترف مُبْعِد عن الإذعان للحق والانقياد له.
سوکالي او شتمني پر حق له باور کولو او هغه ته له غاړه اېښودلو لېرې کوونکی ده. info

• المؤمن ينفعه ماله وولده، والكافر لا ينتفع بهما.
مؤمن ته يې مال او اولاد ګټه رسوي، او کافر ته دغه دواړه ګټه نه رسوي. info

• الإنفاق في سبيل الله يؤدي إلى إخلاف المال في الدنيا، والجزاء الحسن في الآخرة.
د الله په لار کې لګښت په دنيا کې د مال ځای ناستی ورکوي او په آخرت کې ښه بدله. info