Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Абу Закарийё

عادیات

external-link copy
1 : 100

وَالْعٰدِیٰتِ ضَبْحًا ۟ۙ

100-1 قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
2 : 100

فَالْمُوْرِیٰتِ قَدْحًا ۟ۙ

100-2 پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
3 : 100

فَالْمُغِیْرٰتِ صُبْحًا ۟ۙ

100-3 پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 100

فَاَثَرْنَ بِهٖ نَقْعًا ۟ۙ

100-4 نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 100

فَوَسَطْنَ بِهٖ جَمْعًا ۟ۙ

100-5 پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي info
التفاسير: