Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз

external-link copy
79 : 9

اَلَّذِیْنَ یَلْمِزُوْنَ الْمُطَّوِّعِیْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ فِی الصَّدَقٰتِ وَالَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ اِلَّا جُهْدَهُمْ فَیَسْخَرُوْنَ مِنْهُمْ ؕ— سَخِرَ اللّٰهُ مِنْهُمْ ؗ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

هغه منافقان چې په خپله خوښه ډیر مال خیراتوونکو او د خپلې کمې وسې وړاندې کوونکو مؤمنانو باندې ګوته ږدې[۱۷] مسخرې او ملنډې پرې وهي. الله به يي د مسخرو جزاء ورکړي او دردناک عذاب یي په برخه دی. info

[۱۷] یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم له مسلمانانو وغوښتل چې د جهاد لپاره کومک وکړي نو یوه مالدار څلور سوه درهم او یو مسکین یوه پيمانه راوړه منافقانو وویل دا یو ریاکار دا بل احمق دی په پیمانه به څه وشي؟(معارف القرآن مفتي محمد شفیع صاحب.)

التفاسير: