Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз

Бет рақами:close

external-link copy
118 : 9

وَّعَلَی الثَّلٰثَةِ الَّذِیْنَ خُلِّفُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا ضَاقَتْ عَلَیْهِمُ الْاَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَیْهِمْ اَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوْۤا اَنْ لَّا مَلْجَاَ مِنَ اللّٰهِ اِلَّاۤ اِلَیْهِ ؕ— ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ لِیَتُوْبُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پر هغو دریو تنو یې هم لورینه وکړه چې موضوع یې ځنډنۍ شوې وه ان تردې چې دا پراخه ځمکه پرې تنګه او خپل ځانونه یې هم پرې تنګ شوي وو او پوخ باور یې راغلی ؤ چې د الله له قهر نه د خلاصون ځای پرته له هغه نه بل هیڅ نشته بیا الله پر هغوی لورینه وکړه تر څو هغوی توبه وباسي،بې له شکه چې الله ښه توبه منونکی او ډیر مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 9

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَكُوْنُوْا مَعَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ای مؤمنانو!له الله نه وډار شئ او د رښتینو مل اوسئ. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 9

مَا كَانَ لِاَهْلِ الْمَدِیْنَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ اَنْ یَّتَخَلَّفُوْا عَنْ رَّسُوْلِ اللّٰهِ وَلَا یَرْغَبُوْا بِاَنْفُسِهِمْ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ لَا یُصِیْبُهُمْ ظَمَاٌ وَّلَا نَصَبٌ وَّلَا مَخْمَصَةٌ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا یَطَـُٔوْنَ مَوْطِئًا یَّغِیْظُ الْكُفَّارَ وَلَا یَنَالُوْنَ مِنْ عَدُوٍّ نَّیْلًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهٖ عَمَلٌ صَالِحٌ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ

مدینه والو او د هغې په چاپيریال کې اوسیدونکو بانډه چې عربانو ته نه ښائیږي چې په غزا کې له رسول الله نه پاتې شي او دا هم ورسره نه ښائیږي چې له خپلو ځانونو سره د هغه په پرتله زیاته مینه وکړي،او دا ځکه چې هره تنده،ستړتیا او لوږه د الله په لیار کې ورسیږي او هر هغه قدم چې واخلي چې د کافرانو قهر او غضب پرې را پورته او له دښمن نه هره ګټه تر لاسه کړي نو په بدل کې د هغوی په نوم یو نیک عمل لیکل کیږي بې شکه چې الله پاک د نیکانو هیڅ عمل نه ضایع کوي. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 9

وَلَا یُنْفِقُوْنَ نَفَقَةً صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً وَّلَا یَقْطَعُوْنَ وَادِیًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

او چې د الله په لیار کې کوچنۍ ورکړه وکړي یالویه او چې په هره کنده ور پورته شي نو د هغوی لپاره لیکلی شي تر څو الله پاک هغوی د ښو کړنو ښه بدل ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 9

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُوْنَ لِیَنْفِرُوْا كَآفَّةً ؕ— فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآىِٕفَةٌ لِّیَتَفَقَّهُوْا فِی الدِّیْنِ وَلِیُنْذِرُوْا قَوْمَهُمْ اِذَا رَجَعُوْۤا اِلَیْهِمْ لَعَلَّهُمْ یَحْذَرُوْنَ ۟۠

له مؤمنانو سره نه ښائیږي چې له یوې مخې واوځئ. ولې له هرې ډلې ټاکلي خلک ونه وتل تر څو په دین کې پوهه ترلاسه او کله چې د خپل قوم،په لور راوګرځیږي هغوی هم ترې خبر کړی تر څو هغوی هم ځانونه له بدیو نه وژغوري. info
التفاسير: