Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз

Бет рақами:close

external-link copy
196 : 7

اِنَّ وَلِیِّ اللّٰهُ الَّذِیْ نَزَّلَ الْكِتٰبَ ۖؗ— وَهُوَ یَتَوَلَّی الصّٰلِحِیْنَ ۟

زما ساتونکی هغه الله دی چې قران يي نازل کړی. او هغه د ټولو نیکو کارانو ساتنه کوي[۱۳]. info

[۱۳] کافرانو رسول الله ته وویل زمونږ خدایانو ته بد مه وایه که نه په بده به درورسیږي نو الله پاک دا ایت نازل کړ.( ابن جریر الطبری).

التفاسير:

external-link copy
197 : 7

وَالَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَكُمْ وَلَاۤ اَنْفُسَهُمْ یَنْصُرُوْنَ ۟

او هغه خدایان چې تاسې يې پرته له الله نه بلئ هغوی نه له تاسې سره لاس کولای شي او نه له خپلو ځانو سره. info
التفاسير:

external-link copy
198 : 7

وَاِنْ تَدْعُوْهُمْ اِلَی الْهُدٰی لَا یَسْمَعُوْا ؕ— وَتَرٰىهُمْ یَنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ وَهُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ ۟

او که ته يي سمې لارې په لور[۱۴] وبلې نو اوري يي نه. ته اټکل کوی چې درته ګوري، [۱۵] خو هیڅ نه ویني. info

[۱۴] دا معبودان هرمره ناتوانه دي چې د نورو هدایت لاڅه چې د خپل ځان لپاره هم د هدایت په لار نه شي تلای.
[۱۵]هغوی بتانو ته سترګې جوړې کړې وي سړی ګمان کوي چې بت ګوري.

التفاسير:

external-link copy
199 : 7

خُذِ الْعَفْوَ وَاْمُرْ بِالْعُرْفِ وَاَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِیْنَ ۟

ای محمده! د نرمۍ لار خپله اود نیکیو په لور بلنه کوه. او له ناپوهانو سره مه نښله. info
التفاسير:

external-link copy
200 : 7

وَاِمَّا یَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّیْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟

او که د شیطان له لورې کومه وسوسه درته راوړاندې شوه. نو له الله پاک نه پرې پناه وغواړه. هغه ښه اوریدونکی او په هر څه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
201 : 7

اِنَّ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا اِذَا مَسَّهُمْ طٰٓىِٕفٌ مِّنَ الشَّیْطٰنِ تَذَكَّرُوْا فَاِذَا هُمْ مُّبْصِرُوْنَ ۟ۚ

او چې پرهیزګارانو ته کله هم د شیطان له لورې کومه وسوسه پیښه شي. نو هغوی ډیر ژر پند اخلي او په اسانۍ سره د حق لار ویني. info
التفاسير:

external-link copy
202 : 7

وَاِخْوَانُهُمْ یَمُدُّوْنَهُمْ فِی الْغَیِّ ثُمَّ لَا یُقْصِرُوْنَ ۟

او شیطانان خپل کافر وروڼه په ځان پسې راکاږي. او په بې لارې کولو کې يي هیڅ ډول سستي نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
203 : 7

وَاِذَا لَمْ تَاْتِهِمْ بِاٰیَةٍ قَالُوْا لَوْلَا اجْتَبَیْتَهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَاۤ اَتَّبِعُ مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ مِنْ رَّبِّیْ ۚ— هٰذَا بَصَآىِٕرُ مِنْ رَّبِّكُمْ وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

ای محمده کله چې ته کافرانو ته د هغوی غوښتلې معجزه رانه وړی نو وايي چې ولې دې د ځان لپاره یوه معجزه نه ده غوره کړې؟ ووایه چې زه د همغه څه پسې روان یم چې د خپل رب له لورې راته وحې شي. او دا قران ستاسې د رب له لورې خبرې منونکي قوم ته تر ټولو غوره دلیل، ښوونه او رحمت دی. info
التفاسير:

external-link copy
204 : 7

وَاِذَا قُرِئَ الْقُرْاٰنُ فَاسْتَمِعُوْا لَهٗ وَاَنْصِتُوْا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟

او چې کله قران لوستل شي نو ورته غوږ او چپ شئ ښايي چې پر تاسې رحم وشې. info
التفاسير:

external-link copy
205 : 7

وَاذْكُرْ رَّبَّكَ فِیْ نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَّخِیْفَةً وَّدُوْنَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالْاٰصَالِ وَلَا تَكُنْ مِّنَ الْغٰفِلِیْنَ ۟

او خپل رب تل په خپل زړه کې د ډار او ویرې په لهجه له چیغو پرته ورو، ورو، سهار او ماښام یادوه او له غافلانو نه باید نه وې. info
التفاسير:

external-link copy
206 : 7

اِنَّ الَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّكَ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَیُسَبِّحُوْنَهٗ وَلَهٗ یَسْجُدُوْنَ ۟

هغه ملایکي چې ستا د رب لښکر دي د هغه له عبادت څخه هیڅ ډول لويي نه کوي. تل يي په پاکۍ یادوی او خاص د هغه لپاره په سجده وي. info
التفاسير: