Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз

external-link copy
67 : 40

هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ یُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوْۤا اَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُوْنُوْا شُیُوْخًا ۚ— وَمِنْكُمْ مَّنْ یُّتَوَفّٰی مِنْ قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوْۤا اَجَلًا مُّسَمًّی وَّلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

الله هغه ذات دی چې تاسې يي له خاورې نه پیدا کړئ بیا له نطفې نه بیا د وینې له یوې ټوټې نه بیا مو د کوچني په شکل راوباسي بیا مو غټوي تر څو خپل قوت او جوش ته ورسیږئ بیا مو لا پسې لویه وي تر څو زوړوالي ته ورسیږئ او ځینې مو له دې وړاندې مړه کولای شي. او د هر څه ددې لپاره دي چې تاسې ټاکلې مودې ته ورسیږئ او کیدای شي چې له عقل څخه کار واخلئ. info
التفاسير: