Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз

Бет рақами: 468:467 close

external-link copy
17 : 40

اَلْیَوْمَ تُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ؕ— لَا ظُلْمَ الْیَوْمَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟

نن هر چا ته د هغه د کړو بدل ورکاوه شي نن به هیڅ ظلم او تیری نه وي. بې له شکه چې د الله حساب ډیر تیز دی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 40

وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْاٰزِفَةِ اِذِ الْقُلُوْبُ لَدَی الْحَنَاجِرِ كٰظِمِیْنَ ؕ۬— مَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ حَمِیْمٍ وَّلَا شَفِیْعٍ یُّطَاعُ ۟ؕ

ای پیغمبره! له هغې ډیر ژر راتلونکې ورځې نه يي وډاره وه چې زړونه به تالو ته رارسیدلي او په غمونو کې به ډوب وي. په دې ورځ به نه د ظالمانو کوم رښتینی دوست او نه کوم منلی شوی سپارښت ګر وي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 40

یَعْلَمُ خَآىِٕنَةَ الْاَعْیُنِ وَمَا تُخْفِی الصُّدُوْرُ ۟

الله ته هغه ټول ښه معلوم دي چې سترګې يې په غلاء کوي او یا يي سیني پټ ساتي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 40

وَاللّٰهُ یَقْضِیْ بِالْحَقِّ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَقْضُوْنَ بِشَیْءٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟۠

او الله به د حق پریکړه وکړي او هغه څه چې کافران يې پرته له الله نه بلي د هیڅ شي پریکړه نه شي کولی بې شکه چې همدا الله د هر څه اوریدونکی او د هر څه لیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 40

اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ كَانُوْا مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْا هُمْ اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاٰثَارًا فِی الْاَرْضِ فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ بِذُنُوْبِهِمْ ؕ— وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَّاقٍ ۟

ایا مشرکان په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې وګوري چې د خلکو پای څه شوه چې له دوی نه وړاندې تیر شوي دي؟ هغوی له دوی نه ډیر ځواکمن او په ځمکه کې يي ډیرې نښې پریښې دي خو الله په خپلو ګناهونو ونیول. او هیڅوک نه وو چې له الله نه يي وژغوري. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 40

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَانَتْ تَّاْتِیْهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَكَفَرُوْا فَاَخَذَهُمُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ قَوِیٌّ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟

او دا يې ځکه ورسره وکړل چې هغوی ته به رسولان له ښکاره دلایلو سره راتلل، خو منل به يې نه نو هغه وو چې الله ونیول، په رښتیا چې هغه ډیر پیاوړې او د سخت عذاب ورکولو والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 40

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

او مونږ موسی له خپلو ایتونو او ښکاره دلیل سره لیږلی و. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 40

اِلٰی فِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ وَقَارُوْنَ فَقَالُوْا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟

فرعون، هامان او قارون ته خو هغوی وویل چې کوډګر او درواغجن دی. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 40

فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا اقْتُلُوْۤا اَبْنَآءَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ وَاسْتَحْیُوْا نِسَآءَهُمْ ؕ— وَمَا كَیْدُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟

نو کله چې موسی ورته زمونږ له لورې ښکاره حق راوړ نو فرعونیانو وویل: د هغو کسانو ځامن ووژنئ او لورګانې يې ژوندۍ پریږدئ چې له موسی سره يې ایمان راوړی دی. د کافرانو مکر او بد تدبیر پرته له رسوايې بل هیڅ نه وو. info
التفاسير: