Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз

Бет рақами:close

external-link copy
6 : 30

وَعْدَ اللّٰهِ ؕ— لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ وَعْدَهٗ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

دا د الله وعده ده او الله هیڅکله له خپلې وعدې څخه نه وروسته کیږي.خو ډیر خلک نه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 30

یَعْلَمُوْنَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۖۚ— وَهُمْ عَنِ الْاٰخِرَةِ هُمْ غٰفِلُوْنَ ۟

دوی د دنیوي ژوند په ښکاره اړخ پوهیږي.او له اخرت نه بالکل ناخبره دي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 30

اَوَلَمْ یَتَفَكَّرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۫— مَا خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَآئِ رَبِّهِمْ لَكٰفِرُوْنَ ۟

ایا هغوی د خپلو ځانو په هکله فکر نه دی کړی؟الله پاک اسمانونه،ځمکه او د دواړو د مینځ څيزونه پرته له حق او له ټاکلې نیټې څخه په بله توګه نه دي پیدا کړي.او بي شکه چې ډیر خلک د خپل رب له ملاقات نه منکر دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 30

اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاَثَارُوا الْاَرْضَ وَعَمَرُوْهَاۤ اَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوْهَا وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟ؕ

ایا په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې وګوري چې د هغو خلکو پای څه شوه چې وړاندې تیر شوي دي؟سره له دې چې له دوی نه ځواکمن وو،ځمکه یي له دوی نه ښه سپړلې او ډیره اباده کړې وه او پيغمبران هم د څرګندو دلایلو سره ورغلي وو.الله پاک پر هغوی تیری نه وو کړی.بلکې په خپله یې له خپلو ځانو سره تیری کاو. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 30

ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوا السُّوْٓاٰۤی اَنْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَكَانُوْا بِهَا یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

بالاخر د هغو کسانو پای بده شوه چې بدي یي خپله کړې وه ځکه چې د الله پاک ایتونه یي درواغ ګڼلي او ملنډې به یې پرې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 30

اَللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

الله دی چې له نشت نه مخلوق پیدا کوي.بیا یې را ګرځوي.او بیا تاسې هغه ته وروستل کیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 30

وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُبْلِسُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟

د قیامت د ودریدلو په ورځ به مجرمان خورا پښیمان او مایوسه وي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 30

وَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ مِّنْ شُرَكَآىِٕهِمْ شُفَعٰٓؤُا وَكَانُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ كٰفِرِیْنَ ۟

ځکه چې شریکان به یې سپارښت کوونکي نه او دوی به هم ترې منکر وي[۴] info

[۴] ـ دوی ته چې کله جوته شي چې شریکان یې هیڅ نه شي کولای نو خپله بی زاري به ترې ښکاره،ترې به مایوسه او اعلان به وکړي چې مونږ غولیدلي وو(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
14 : 30

وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّتَفَرَّقُوْنَ ۟

او د قیامت د ودریدلو په ورځ به هر څه خواره واره شي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 30

فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ فَهُمْ فِیْ رَوْضَةٍ یُّحْبَرُوْنَ ۟

نو چا چې ایمان راوړی او نیکۍ یې کړي دي،نو په باغچو کې به خوښ کړي شوي وي. info
التفاسير: