Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз

external-link copy
93 : 2

وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّوْرَ ؕ— خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّاسْمَعُوْا ؕ— قَالُوْا سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا ۗ— وَاُشْرِبُوْا فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ؕ— قُلْ بِئْسَمَا یَاْمُرُكُمْ بِهٖۤ اِیْمَانُكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

او هغه هم در په زړه کړئ چې مونږ له تاسې ژبه(ژمنه) واخیسته، د طور غرمې در باندې راپورته او درته مې وویل: هغه څه چې زه یې درکوم منګولې پرې ولګوئ او غوږ ونیسئ هغوی وویل: خبره مو واوریده خو منلو ته یې تیار نه یو. دا نادودې یې ځکه کولې چې د کفر له مخې یې د خوسې مینې په زړونو کې ځای نیولی و، اې محمده! ورته ووایه که تاسې دا کارونه د خپل ایمان په رڼا کې کوئ نو ستاسې ایمان تاسې ته په ډیرو نا دودو امر کوي. info
التفاسير: