Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Сарфроз

Бет рақами:close

external-link copy
84 : 18

اِنَّا مَكَّنَّا لَهٗ فِی الْاَرْضِ وَاٰتَیْنٰهُ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ سَبَبًا ۟ۙ

مونږ هغه ته په ځمکه کې واک ورکړی او هر ډول وسایل مو وربښلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 18

فَاَتْبَعَ سَبَبًا ۟

نو هغه څه وسایل ترمخه کړل. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 18

حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِیْ عَیْنٍ حَمِئَةٍ وَّوَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا ؕ۬— قُلْنَا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِمَّاۤ اَنْ تُعَذِّبَ وَاِمَّاۤ اَنْ تَتَّخِذَ فِیْهِمْ حُسْنًا ۟

او تر هغو ولاړ چې د لمر پریوتلو تر پولې ورسید. لمر یې ولید چې په تورو اوبو کې ډوبیږي.هلته له یو قوم سره مخ شو.مونږ ورته وویل:ذوالقرنینه!ستا خوښه چې دا خلک ربړوي او که ښه لیار ورسره نیسې. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 18

قَالَ اَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهٗ ثُمَّ یُرَدُّ اِلٰی رَبِّهٖ فَیُعَذِّبُهٗ عَذَابًا نُّكْرًا ۟

ذوالقرنین وویل:څوک چې د ظلم لیار ونیسي نو مونږ به اې له درنګه هغه وربړو او بیا به خپل رب په لور وګرځول شي او په نااشنا،عذاب به یې وربړوي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 18

وَاَمَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهٗ جَزَآءَ ١لْحُسْنٰی ۚ— وَسَنَقُوْلُ لَهٗ مِنْ اَمْرِنَا یُسْرًا ۟ؕ

او هر چا چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي نو د هغه لپاره غوره بدله ده او مونږ به هم اسان حکمونه ورکړو. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 18

ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟

بیا یې څه وسایل په مخکې واچول. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 18

حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلٰی قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَلْ لَّهُمْ مِّنْ دُوْنِهَا سِتْرًا ۟ۙ

او تر هغو ولاړ چې د لمر ختلو تر ځایه ورسید هلته یې ولیدل چې لمر په یوه داسې قوم راخیژي چې مونږ هغوی ته له لمر پټیدلو هیڅ بندوبست نه وو ورکړی. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 18

كَذٰلِكَ ؕ— وَقَدْ اَحَطْنَا بِمَا لَدَیْهِ خُبْرًا ۟

هو!حالات همداسې وو.او مونږ د ذوالقرنین له ټولو وسایلو نه پوره خبر وو. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 18

ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟

بیا یې ځینې وسایل ترمخه کړل. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 18

حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ بَیْنَ السَّدَّیْنِ وَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمَا قَوْمًا ۙ— لَّا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ قَوْلًا ۟

او تر هغو ولاړ چې د دوه لویو غرونو ترمینځ ورسید هلته له یوه داسې قوم سره مخ شو چې په خبره پوهیدل ورته ډیر ګران وو. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 18

قَالُوْا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِنَّ یَاْجُوْجَ وَمَاْجُوْجَ مُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلٰۤی اَنْ تَجْعَلَ بَیْنَنَا وَبَیْنَهُمْ سَدًّا ۟

خلکو وویل:ای ذوالقرنینه!زوزي،او زما زوزي په ځمکه کې فساد خوروي.که مونږ باج درکړو نو کولای شی چې زمونږ او د هغوی تر مینځ یو بند جوړ کړې. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 18

قَالَ مَا مَكَّنِّیْ فِیْهِ رَبِّیْ خَیْرٌ فَاَعِیْنُوْنِیْ بِقُوَّةٍ اَجْعَلْ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ رَدْمًا ۟ۙ

ذوالقرنین وویل:هغه څه چې ماته خپل رب راکړي ډیر غوره دي نو تاسې ماته یوازې بشري قوه راکړئ زه به ستاسې او هغوی تر مینځ یو کلک دیوال جوړ کړم. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 18

اٰتُوْنِیْ زُبَرَ الْحَدِیْدِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا سَاوٰی بَیْنَ الصَّدَفَیْنِ قَالَ انْفُخُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَعَلَهٗ نَارًا ۙ— قَالَ اٰتُوْنِیْۤ اُفْرِغْ عَلَیْهِ قِطْرًا ۟ؕ

د اوسپنو غټې ټوټې راوړئ.او کله چې هغه د دواړو غرونو ترمینځ د غرونو په اندازه له اوسپنې ډکه کړه نو وئې ویل:اوس اوربل او تیزيي کړئ.او چې نوی دیوال د اور په شان سور شونو خلکو ته یې وویل:ماته ویلي مس راوړئ چې پر دیوال یې وڅڅوم. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 18

فَمَا اسْطَاعُوْۤا اَنْ یَّظْهَرُوْهُ وَمَا اسْتَطَاعُوْا لَهٗ نَقْبًا ۟

نو زوزو،او ما زوزو ونه شو کولای چې پر دیوال راواوړي او یا یې سوری کړي. info
التفاسير: