Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Руввадут Таржама маркази

Бет рақами:close

external-link copy
87 : 9

رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟

هغوى ناستو خلكو سره پاتېدل غوره كړل او پر زړونو يې مهر لګېدلى نو دوی په هېڅ نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 9

لٰكِنِ الرَّسُوْلُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ جٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْخَیْرٰتُ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

خو (بل خوا) پيغمبر او هغوى چې ايمان يې ورسره راوړى، په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړ او (اوس) ټولې ښېګڼې هم د دوى لپاره دي او خپله همدا كسان بريالي كېدونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 9

اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠

هغو ته الله داسې جنتونه چمتو كړي چې تر لاندې يې ويالې بهيږي، تل ترتله اوسېدونكي په هغو كې، دا ستره بريا ده. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 9

وَجَآءَ الْمُعَذِّرُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ لِیُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِیْنَ كَذَبُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

او د بانډو عربو نه هم عذر غوښتونكي راغلل څو د پاتې كېدو اجازه وركړل شي او (په دې توګه) چا چې الله او رسول سره يې دروغ كړي وو، (ټول) كېناستل. له دوى نه چا چې كفر غوره كړى هغوى ته به ډېر زر دردناک عذاب ورسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 9

لَیْسَ عَلَی الضُّعَفَآءِ وَلَا عَلَی الْمَرْضٰی وَلَا عَلَی الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ مَا یُنْفِقُوْنَ حَرَجٌ اِذَا نَصَحُوْا لِلّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— مَا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ مِنْ سَبِیْلٍ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ

په كمزورو، ناروغانو او هغو كسانو چې د لګښت لپاره څه نه مومي، كومه ګناه نشته، كله چې هغوى الله او د هغه رسول سره اخلاص ولري، په داسې نېكانو د نيوكې څه لار نشته او الله مهربان بخښونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 9

وَّلَا عَلَی الَّذِیْنَ اِذَا مَاۤ اَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَاۤ اَجِدُ مَاۤ اَحْمِلُكُمْ عَلَیْهِ ۪— تَوَلَّوْا وَّاَعْیُنُهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا اَلَّا یَجِدُوْا مَا یُنْفِقُوْنَ ۟ؕ

او نه پر هغو كسانو چې كله تاته راغلل چې سپرلۍ وركړې او بيا دې ورته وويل: زه ستاسو د سپرلۍ لپاره څه نه مومم، نو په داسى حال بېرته وګرځېدل چې له سترګو يې اوښكې بهېدلې، له دې غمه چې دوى څنګه دومره څه نه لري چې (په دې لار كې يې) ولګوي. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 9

اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ وَهُمْ اَغْنِیَآءُ ۚ— رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ ۙ— وَطَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

خبره همدا ده چې د نيوكې لار خو يوازې پر هغو كسانو ده چې هغوى شتمن دي او له تانه اجازې غواړي، هغوى په كور ناستو خلكو سره پاتې كېدل خوښ كړل او الله يې پر زړونو مهر ولګولو نو (دا دى) هغوى په هېڅ نه پوهېـږي. info
التفاسير: