Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Руввадут Таржама маркази

external-link copy
150 : 7

وَلَمَّا رَجَعَ مُوْسٰۤی اِلٰی قَوْمِهٖ غَضْبَانَ اَسِفًا ۙ— قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُوْنِیْ مِنْ بَعْدِیْ ۚ— اَعَجِلْتُمْ اَمْرَ رَبِّكُمْ ۚ— وَاَلْقَی الْاَلْوَاحَ وَاَخَذَ بِرَاْسِ اَخِیْهِ یَجُرُّهٗۤ اِلَیْهِ ؕ— قَالَ ابْنَ اُمَّ اِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُوْنِیْ وَكَادُوْا یَقْتُلُوْنَنِیْ ۖؗ— فَلَا تُشْمِتْ بِیَ الْاَعْدَآءَ وَلَا تَجْعَلْنِیْ مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او كله چې موسى -علیه السلام- خپل قوم ته په غوسه او خپه بېرته راستون شو، ويلې: له ما وروسته خو تاسو زما ډېره ناوړه ځاى ناستي كړې ده، آيا د خپل رب له امره مو بيړه وكړه، او تختې يې وغورځولې او د خپل ورور د سر وېښتان يې ونيول، ځانته یې را ښكوده. (ورور یې) وویل: زما د مور زويه! دې خلكو زه كمزورى كړم او نږدې يې وژلى وم نو غليمان مه را باندې خوشالوه او له دې ظالمانو خلكو سره مې مه يوځاى كوه. info
التفاسير: