Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Руввадут Таржама маркази

Бет рақами:close

external-link copy
27 : 38

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا بَاطِلًا ؕ— ذٰلِكَ ظَنُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنَ النَّارِ ۟ؕ

او موږ آسمان، ځمكه او ترمنځ شيان يې چټي نه دي پيدا كړي، دا خو د كافرانو ګومان دى او چا چې كفر كړى د هغو لپاره د اور له عذابه تباهي ده. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 38

اَمْ نَجْعَلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَالْمُفْسِدِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— اَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِیْنَ كَالْفُجَّارِ ۟

آيا موږ به هغه كسان چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، په ځمكه كې د فساد كوونكو غوندې وګرځوو يا به متقيان د بد كارو په شان؟! info
التفاسير:

external-link copy
29 : 38

كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ مُبٰرَكٌ لِّیَدَّبَّرُوْۤا اٰیٰتِهٖ وَلِیَتَذَكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟

دا يو بركتي كتاب دى – تاته مو د دې لپاره نازل كړى چې خلك يې په آيتونو کې ښه سوچ وكړي او عقلمند څه درس ترې واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 38

وَوَهَبْنَا لِدَاوٗدَ سُلَیْمٰنَ ؕ— نِعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟ؕ

او داود (علیه السلام) ته مو سليمان علیه السلام (زوى) وروبخښلو، هغه غوره بنده و، او (الله ته) ښه ورګرځېدونكى و. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 38

اِذْ عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصّٰفِنٰتُ الْجِیَادُ ۟ۙ

يو وخت چې هغه ته ماځيګر مهال اصيل ګړندي اسونه وړاندې كړل شول. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 38

فَقَالَ اِنِّیْۤ اَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّیْ ۚ— حَتّٰی تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ۟۫

وېلې رښتيا چې ما خو له دې مال سره د خپل رب له ياده زيات محبت وكړ تر دې چې هغه (لمر) په پرده كې پټ شو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 38

رُدُّوْهَا عَلَیَّ ؕ— فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوْقِ وَالْاَعْنَاقِ ۟

دا بېرته ماته راولئ، نو د هغو په پنډيو او غاړو يې لاس مښل (حلالول) پيل كړل. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 38

وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَیْمٰنَ وَاَلْقَیْنَا عَلٰی كُرْسِیِّهٖ جَسَدًا ثُمَّ اَنَابَ ۟

او بېشكه (يو ځل) موږ سليمان (علیه السلام) وازمايلو او د هغه پر تخت مو يو (بى روحه) جسد وغورځولو، بيا ده توبه وكړه. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 38

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَهَبْ لِیْ مُلْكًا لَّا یَنْۢبَغِیْ لِاَحَدٍ مِّنْ بَعْدِیْ ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ ۟

وېلې زما ربه ما ته بخښنه وكړه او يوه داسې پاچايي راوبخښه چې ما نه وروسته بل هيچا سره نه ښايي، يقيناً همدا ته ډېر ښه وركړې والا يې. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 38

فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّیْحَ تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖ رُخَآءً حَیْثُ اَصَابَ ۟ۙ

نو باد مو ورته تابع كړ چې په نرمۍ سره به هر هغه ځاى ته چلېدلو چې د ده به اراده وه. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 38

وَالشَّیٰطِیْنَ كُلَّ بَنَّآءٍ وَّغَوَّاصٍ ۟ۙ

او شيطانان هم هر ودانۍ جوړونكي او ښه غوټه او لامبو وهونكي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 38

وَّاٰخَرِیْنَ مُقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟

او څه نور هم په ځنځيرو كې تړل شوي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 38

هٰذَا عَطَآؤُنَا فَامْنُنْ اَوْ اَمْسِكْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟

دا زموږ وركړه ده نو (اوس) ته ښېګڼه كوه يا يې وساته، هيڅ حساب نشته. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 38

وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟۠

او بېشكه هغه لره زموږ پر وړاندې مرتبه او غوره استوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 38

وَاذْكُرْ عَبْدَنَاۤ اَیُّوْبَ ۘ— اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الشَّیْطٰنُ بِنُصْبٍ وَّعَذَابٍ ۟ؕ

او زموږ د بنده ايوب (علیه السلام) يادونه وكړه كله چې هغه خپل رب ته غږ وكړ چې شيطان زه په سخت تكليف او عذاب کې اچولى يم. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 38

اُرْكُضْ بِرِجْلِكَ ۚ— هٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌ وَّشَرَابٌ ۟

(ورته وويل شول) پښه دې (په ځمكه) ووهه، دا د لمبلو يخ ځاى او څښاك دى. info
التفاسير: