Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Паштунча таржима - Руввадут Таржама маркази

external-link copy
184 : 2

اَیَّامًا مَّعْدُوْدٰتٍ ؕ— فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَّرِیْضًا اَوْ عَلٰی سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ اَیَّامٍ اُخَرَ ؕ— وَعَلَی الَّذِیْنَ یُطِیْقُوْنَهٗ فِدْیَةٌ طَعَامُ مِسْكِیْنٍ ؕ— فَمَنْ تَطَوَّعَ خَیْرًا فَهُوَ خَیْرٌ لَّهٗ ؕ— وَاَنْ تَصُوْمُوْا خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

د شمېرل شویو ورځو روژې دي، پس چې څوک له تاسي څخه ناروغه او یا په سفر کې وي (او روژه وخوري) نو په نورو ورځو كې دې همدغه شمېر پوره كړي. او په هغو کسانو باندې چې د روژې نیولو توان لري (او روژه نه نیسي) فدیه ورکول دي (چې) د یوه مسکین خواړه (د یوې روژې برابر دي). او څوك چې په خپله خوښه زياته نيكي وكړي؛ نو دا د هغه لپاره غوره ده؛ خو كه تاسي (د روژې په فضیلت) پوهېږئ، نو ستاسي لپاره غوره همدا ده چې روژه ونيسئ. info
التفاسير: