Қуръони Карим маъноларининг таржимаси - Қуръон Каримнинг мухтасар тафсирининг паштунча таржимаси

Бет рақами:close

external-link copy
51 : 56

ثُمَّ اِنَّكُمْ اَیُّهَا الضَّآلُّوْنَ الْمُكَذِّبُوْنَ ۟ۙ

بيا اې د بېرته را پورته کېدو نټه کوونکو چې له نېغې لارې لار ورکي ياست د قيامت په ورځ به د زقوم له ونې د مېوې خوړونکي ياست په داسې حال کې چې هغه تر ټولو بده او خبيثه مېوه ده.
info
التفاسير:

external-link copy
52 : 56

لَاٰكِلُوْنَ مِنْ شَجَرٍ مِّنْ زَقُّوْمٍ ۟ۙ

بيا ای د بېرته را پورته کېدو نټه کوونکو چې له نېغې لارې لار ورکي ياست د قيامت په ورځ به د زقوم له ونې د مېوې خوړونکي ياست په داسې حال چې هغه تر ټولو بده او خبيثه مېوه ده.
info
التفاسير:

external-link copy
53 : 56

فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ۚ

او له دغې ترخې ونې به خپلې وږې ګېډې ډکوونکي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 56

فَشٰرِبُوْنَ عَلَیْهِ مِنَ الْحَمِیْمِ ۟ۚ

بيا به له سختو ګرمو اوبو څښونکي وي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 56

فَشٰرِبُوْنَ شُرْبَ الْهِیْمِ ۟ؕ

او له هغه به زيات څښونکي وي لکه اوښان چې د سختې تندې له امله زيات څښاک کوي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 56

هٰذَا نُزُلُهُمْ یَوْمَ الدِّیْنِ ۟ؕ

دغه ياد شوي ترخه خواړه او ګرم څښاک د هغوی هغه مېلمستيا ده چې د بدلې په ورځ به يې هرکلی پرې کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 56

نَحْنُ خَلَقْنٰكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُوْنَ ۟

ای درواغ ګنونکو! موږ تاسې پيداکړئ وروسته تردې چې تاسو نشته وئ، نو ولې باور نه کوئ چې موږ تاسو له مرګ وروسته مو بېرته ژوندي را پورته کوو؟! info
التفاسير:

external-link copy
58 : 56

اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تُمْنُوْنَ ۟ؕ

ای خلکو! هغه مني مو ليدلي چې د خپلو مېرمنو په رحمونو کې يې څڅوئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
59 : 56

ءَاَنْتُمْ تَخْلُقُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الْخٰلِقُوْنَ ۟

آيا تاسې دغه مني پيداکوئ، او که موږ يې پيداکوونکي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 56

نَحْنُ قَدَّرْنَا بَیْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوْقِیْنَ ۟ۙ

موږ ستاسو ترمنځ مرګ ټاکلی، ستاسو هر يوه لپاره ټاکلې نېټه ده چې له هغې نه مخکې کيږي او نه وروسته کيږي، او موږ عاجزه کېدونکي نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 56

عَلٰۤی اَنْ نُّبَدِّلَ اَمْثَالَكُمْ وَنُنْشِئَكُمْ فِیْ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

چې ستاسې هغه حالت به بدل کړو پر کوم پيدايښت او تصوير چې ياست چې پرې پوه ياست او له نوي سره به مو داسې پيداکړو چې پر هغه پيدايښت او صورت تاسې نه پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 56

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْاَةَ الْاُوْلٰی فَلَوْلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

او پرته له شکه تاسې پوه ياست چې ستاسې لومړنی پيدايښت مو څنګه کړی دی، نو آيا پند نه اخلئ او نه پوهېږئ چې چا لومړی ځل پيداکړي ياست هغه ستاسو له مرګ وروسته په بېرته را پاڅولو ځواکم دی؟! info
التفاسير:

external-link copy
63 : 56

اَفَرَءَیْتُمْ مَّا تَحْرُثُوْنَ ۟ؕ

نو آيا د هغه تخم خبر به راکړئ چې په ځمکه کې يې اچوئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
64 : 56

ءَاَنْتُمْ تَزْرَعُوْنَهٗۤ اَمْ نَحْنُ الزّٰرِعُوْنَ ۟

آيا تاسې هغه څوک ياست چې دغه تخم را شين کوئ، او که موږ يې شين کوو؟! info
التفاسير:

external-link copy
65 : 56

لَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنٰهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُوْنَ ۟

که موږ د دغه کښت ټوټه ټوټه کول وغواړو هرومرو به يې وروسته تردې ټوټه ټوټه کړو چې پخېدو او رسېدو ته نېږدې شوی وي، نو وروسته تردې له هغه څه تعجب کوئ چې ورته ورسېدل. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 56

اِنَّا لَمُغْرَمُوْنَ ۟ۙ

وايئ به: پرته له شکه موږ په عذابېدونکي يو د هغه څه په له لاسه ورکولو سره چې لګولي مو دي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 56

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

بلکې موږ بيخي له روزي بې برخې يو. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 56

اَفَرَءَیْتُمُ الْمَآءَ الَّذِیْ تَشْرَبُوْنَ ۟ؕ

آيا هغه اوبه مو ليدلې دي چې څښئ يې کله چې تږي شئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
69 : 56

ءَاَنْتُمْ اَنْزَلْتُمُوْهُ مِنَ الْمُزْنِ اَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُوْنَ ۟

آيا تاسې په آسمان کې ورېځې نازلې کړې دي، او که موږ هغه څوک يو چې نازلې کړې مو دي؟! info
التفاسير:

external-link copy
70 : 56

لَوْ نَشَآءُ جَعَلْنٰهُ اُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُوْنَ ۟

که موږ د دغو اوبو سخت ترېووالی غوښتی چې د څښلو او بل ته د ورکولو ګټه نه ترې پورته کېدلای هرومرو به مو سخته تروې ګرځولې وای، نو ولې د هغو پر خوږو اورولو د الله شکر نه باسئ چې پر تاسو يوه لورېينه ده. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 56

اَفَرَءَیْتُمُ النَّارَ الَّتِیْ تُوْرُوْنَ ۟ؕ

آيا هغه اور مو ليدلئ چې تاسو يې د خپلو ګټو لپاره بلوئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
72 : 56

ءَاَنْتُمْ اَنْشَاْتُمْ شَجَرَتَهَاۤ اَمْ نَحْنُ الْمُنْشِـُٔوْنَ ۟

آيا تاسو د هغې ونه پيداکړې چې بلول کيږي، او که موږ يې پيداکوونکي يو پر تاسو د مهربانۍ له مخې؟! info
التفاسير:

external-link copy
73 : 56

نَحْنُ جَعَلْنٰهَا تَذْكِرَةً وَّمَتَاعًا لِّلْمُقْوِیْنَ ۟ۚ

موږ دغه اور ستاسو لپاره پند ګرځولی چې تاسو ته د آخرت اور در په يادوي، او له تاسو څخه مو مسافرو ته ګتور ګرځولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 56

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟

نو ای رسوله! د خپل لوی پالونکي پاکي بيانوه له هغه څه څخه چې وړ يې نه دی. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 56

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَوٰقِعِ النُّجُوْمِ ۟ۙ

الله د ستورو په ځايونو او موقعيتونو لوړه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 56

وَاِنَّهٗ لَقَسَمٌ لَّوْ تَعْلَمُوْنَ عَظِیْمٌ ۟ۙ

او پرته له شکه پر دغو ځايونو لوړه کول که چېرې تاسو د هغه پر لوی والي پوهېږئ ډېر لوی قسم دی، ځکه په هغو کې داسې نښانې او پندونه دي چې نه منحصره کيږي. info
التفاسير:
Ушбу саҳифадаги оят фойдаларидан:
• دلالة الخلق الأول على سهولة البعث ظاهرة.
د لومړي پيدايښت دلالت د بېرته را پورته کولو په آسانتيا څرګند دی. info

• إنزال الماء وإنبات الأرض والنار التي ينتفع بها الناس نعم تقتضي من الناس شكرها لله، فالله قادر على سلبها متى شاء.
د اوبو اورول، د ځمکې را شنه کول او د داسې اور بلول چې خلک ګټه ترې پورته کوي داسې نعمتونه دي چې له خلکو د الله د شکر اېستلو غوښتنه کوي، چې الله يې په بېرته اخېستلوځواکمن دی کله چې وغواړي. info

• الاعتقاد بأن للكواكب أثرًا في نزول المطر كُفْرٌ، وهو من عادات الجاهلية.
دا عقيده لرل چې د باران په اورولو کې ستوري اغېز لري کفر دی، او دا د جاهليت له عادتونو څخه دی. info